هند، د نړۍ ستره ډیموکراسي؛ د مذبي ازادۍ د سرغړوونکو په لېست کې راغی

هند کې د مسلمانانو ضد کړنو په اړه لاریون او اعتراض

د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو نړیوال کمېسیون هند د هغو هېوادونو په لېست کې داخل کړی چې مذهبي ازادي یې سختې تر پښو لاندې کړې دي.

دې کمېسیون په دې ډول هند چې د نړۍ ستره ډیموکراسي ده د ایران او شمالي کوریا په څېر هېوادونو په کتار کې راوستی دی چې تل له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو نړیوال کمېسیون په خپل کلني راپور کې هند په هغه لېست کې شمېرلی دی چې مذهبي ازادۍ یې ډېرې سختې نقض کړې دي.

دا راپور پرون خپور شو. له ۲۰۰۴ کال را په دې خوا د لومړي ځل لپاره دې کمېسیون د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي دي چې هند د خپلو سیاستونو لپاره چې لږکۍ مذهبي ډلې یې هدف ګرځولي دي د هغو ځانګړو هېوادونو په ډله کې وګڼي چې د ډېرې اندېښنې وړ دي.

د دې کمېسیون مشر پیرکنز وویل، هند په ډېرې منفي خوا روان دی.

د متحده ایالاتو د مذهبي ازاديو کمېسیون کمیشنر پیرکینز

ویل شوي چې د نرېندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت د تابعیت د قانون د بدلون په ګډون په ۲۰۱۹ کال کې یو شمېر له تبعیضه ډک سیاستونه پلي کړي دي.

د دې قانون له مخې د افغانستان، بنګله‌دېش او پاکستان هغه کسان چې مسلمانان نه‌دي د هند تابعیت ترلاسه کولای شي.

صدراعظم مودي دا انتقادونه بې‌ځایه بللي دي، خو د متحده ایالاتو کمېسیون ویلي دي، کله چې د نوم لیکلو ملي بهیر په ټول هند کې پای ته ورسېږي په میلیونونو مسلمانان چې د لسګونه کلونو په مخه‌یې په هند کې ژوند کړی دی ښایي له دې هېواده وایستل شي، ونیول شي او بې‌کوره شي.

د امریکا د مذهبي ازادیو نړیوال کمېسیون زیاتوي چې د هند حکومت د مذهبي اقلیتونو پر ځورونو سترګې پټې کړې دي.

د دې کمېسیون په کلني راپور کې په نورو هېوادونو کې هم د مذهبي ازادیو د نقض کېدو مسئله رااخیستل شوې ده.

د راپور له مخې، په چین کې یو میلیون او اته لکه اویغور مسلمانان د توقیف په کمپونو کې شپې ورځې سبا کوي، په روسیه کې د یهوه شاهدانو پر ضد عملیات شوي دي.

دا د مسحیانو یوه ډله ده چې د ۱۹مې پېړۍ له پيل راهیسې یې فعالیت پيل کړی دی.

په پاکستان کې ښځې مجبوره شوې دي چې مسلمانانې شي.

دې کمېسیون وړاندیز کړی دی چې ۱۴ هېوادونه په ځانګړي لست کې شامل شي. دا هغه لست دی چې مذهبي ازادۍ په‌کې په منظم ډول تر پښو لاندې کېږي.

د مذهبي ازادیو کمېسیون

د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې نهه هېوادونه، برما، چین، اریتریا، ایران، شمالي کوریا، پاکستان، سعودي عربستان، تاجکستان او ترکمنستان په دې لست کې شامل کړې دي.

اوس کمېسیون پنځه نور هېوادونه، هند، نایجریا، روسیه، سوریه او ویتنام ورزیات کړې دي.

په راپور کې راغلي دي چې په سودان او ازبکستان کې مذهبي ازادیو ته یو څه درناوی زیات شوی او له همدې امله د ځانګړیو تري کوونکو هېوادو له لسته بهر شوې دي.

خو دې کمېسیون د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته وړاندیز کړی دی چې ازبکستان په هغه شمېر کې وګڼي چې ځانګړې څارنه به‌یې کېږي. هغه هېوادونه چې لاهم هلته له مذهبي ازادیو څخه سختې سرغړونې کېږي په دې لست کې شاملېږي.

د څارونکو په دې ډله کې افغانستان، کیوبا، نیکاراګوا، الجزایر، اذربایجان، بحرین، د مرکزي افریقا جمهوریت، مصر، اندونیزیا، عراق، قزاقستان، مالیزیا او ترکیه هم حساب شوې دي.

دا کمېسیون یو خپلواک کمېسیون دی چې د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر، کانګرس او د بهرنیو چارو وزارت ته په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه سلامشوره ورکوي.