یوناما: د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې له ۵۳۰ زیات ملکي افغانان وژل شوي

یوناما ویلي چې په دغه موده کې ۷۶۰ نور ټپیان شوي هم دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما وايي، د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د جګړو له امله په دغه هېواد کې له ۵۳۰ زیات ملکیان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما وايي، د روان میلادي کال په لومړیو دریوو میاشتو کې په افغانستان کې په وژل شویو ۱۵۰ ماشومان هم شامل دي.

یوناما د دوشنبې په ورځ په خپل یو خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه موده کې په افغانستان کې د جګړو له امله ټول ۵۳۰ زیات ملکیان وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د ملکیانو د تلفاتو دې لوړ رقم ته په پام سره اندېښنه ښي او د جګړې له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه کوي.

د بشر حقونو کمېسیون مرکزي دفتر

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د خپرونو او اړیکو د څانګې رییس ذبیح الله فرهنګ په دې ازادي راډیو ته وویل: "د جګړې له ټولو اړخونو غواړو چې د ملکي تلفاتو لوړ شمېر ته په پام سره د اوربند په برخه کې زمونږ او د بشر د حقونو د نورو بنسټونو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي، مونږ دا موضوع په وار وار مطرح کړې او هیله لرو چې د جګړې لوري ورته درناوی وکړي تر څو مونږ په راتلونکي کې د تاوتریخوالي او د ملکیانو په مرګ ژوبله کې د کمېدو شاهد ووسو."

د یوناما په راپور کې د حکومت ضد وسله والې ډلې د ۵۵ سلنه تلفاتو مسوولې ګڼل شوي.

یوناما وايي، طالبان د ۳۹ سلنه او د اسلامي دولت یا داعش ډله د خراسان څانګه د دغو تلفاتو د ۱۳ سلنې مسووله ده.

د راپور پر بنسټ حکومت بیا د دې شمېر د تلفاتو ۳۲ سلنه مسوول ګڼل شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت د دغه راپور په اړه د نظر څرګندونه د امنیت شورا د دفتر مسوولیت ګڼي، خو د امنیت شورا دفتر په دې اړه زمونږ اړیکه ځواب نه کړه او نه یې هم تر اوسه په دې اړه کومه تبصره کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په یو استول شوي پیغام کې د یوناما دا راپور رد کړی او ویلي، دوی د ملکیانو د خوندیتوب په برخه کې جدي دي.

ښاغلی مجاهد وايي، له بده مرغه د یوناما په راپورونو کې د دوی تر واک لاندې سیمو کې چې کومه مرګ ژوبله د افغان او امریکايي ځواکونو په بریدونو کې ملکیانو ته اوړي ځای نه ورکول کېږي.

د ملکي خلکو د خوندیتوب او عدالت غوښتني ډلې مشر عزیز احمد تسل چې اوس دغې دلې خپل فعالیتونه ځنډولي وايي، په تېرو درې میاشتو کې په دې شمېر مرګ ژوبله د اندېښنې وړ مسله ده.

هغه زیاته کړه: "په تېرو درېیو میاشتو کې واقعاً ملکي مرګ ژوبله د اندېښنې وړ ده، له دواړو لورو هم د طالبانو او هم د افغان امنیتي ځواکونو له لوري نه ملکي تلفات په مختلفو ساحو کې د مختلغو وسلو له وجې واوښتل."

دا په داسې حال کې ده چې د نورو نړیوالو بنسټونو تر څنګ د اسلامي کنفرانس سازمان هم له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې، د روزې په میاشت کې اوربند وکړي.

ښاغلي زلمي خلیلزاد په ټویټ کې لیکلي، روژه طالبانو ته دا فرصت برابروي چې د روان روغتیايي بحران تر پایه د بشري مرستو لپاره د اوربند په منلو سره تاوتریخوالی کم کړي او تهاجمي حملې بندې کړي.

زلمي خلیلزاد

وړاندې، تر دې ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکا د دفاع وزیر او ناټو سازمان هم له طالبانو غوښتي چې جګړه کمه او یا هم اوربند وکړي.

یوناما په داسې حال کې دا راپور خپروي چې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش څو اوونۍ مخکې په تولې نړلې کې د اوربند غوښتونکی شو او ویې ویل چې باید ټولې هڅه د کرونا ویروس سره د مبارز په برخه کې وشي.