نړۍ کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هڅې چټکېږي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، د کرونا وبا ته ماتې ورکول دې ته اړتیا لري چې نړیوال سازمانونه او د نړۍ مشران د خصوصي سکټور په پیاوړتیا کې برخه واخلي.

د نړۍ مشرانو ژمنه وکړه، چې د کرونا ویروس د مهارولو لپاره به پر طبي ازموینو، دارو درملو او واکسین کار چټک کړي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په مشرۍ پر حل لارو په داسې حال کې غور کېږي، چې د نړۍ مسلمانانو په داسې حال کې روژه پیل کړه، چې د کرونا ویروس له کبله په کورونو کې ایسار دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، د کرونا وبا ته ماتې ورکول دې ته اړتیا لري چې نړیوال سازمانونه او د نړۍ مشران د خصوصي سکټور په پیاوړتیا کې برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش پرون جمعه یوه رابلل شوي ویډیويي کنفرانس ته وویل: "نړۍ د کوویډـ۱۹ ناروغۍ درملنې، تشخیص او د هغې په وړاندې د یوه خوندي او اغېزناک واکسین جوړولو، تولید او په منصفانه ډول یې تر خلکو رسولو ته اړتیا لري، د یوه هېواد، یوې سیمې یا د نیمې نړې لپاره واکسین نه، بلکې داسې واکسین او درملنه چې ارزانه، خوندي، اغېزناکه وي او د نړۍ په هره برخه کې هر چا ته ورسېږي."

په دغه ویډیویي کنفرانس کې د نورو مشرانو تر څنګ د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني صدارعظمې انګېلا مېرکل او د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا هم برخه اخیستې وه.

چین چې دغه ویروس په کې اول کشف شو، په دغه ویډيويي کنفرانس کې حضور نه درلود.

بلخوا د امریکا متحدو ایالتونو چې د روغتیا د نړیوال سازمان تمویل یې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې په برخه کې د دغه سازمان د کمزورو اقداماتو په تور ځنډولی، هم په کنفرانس کې برخه نه وه اخیستې.

د کرونا ویروس په وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي، چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۲ میلیونه او ۸۰۰زرو اوښتی دی.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په دغه ویروس د مړو شمېر تر یولک او ۹۷زرو اوښتی دی.

د نړۍ په سطحه زیات کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې مړه دي، چې شمېر یې تر ۵۲۰۰۰ زیات دی.

خو داسې ښکاري، چې په اروپا کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو تازه پېښې په کمېدو وي او په ورځني ډول په دې ویروس د مړینو شمېر هم په کمېدو دی، چې د وبا ناروغۍ متخصصانو ته یې هیله پیدا کړې ده.

سږکال په میلیونونو مسلمانانو د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې پیل کړه، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په جوماتونو کې جماعت لمونځونه منع شوي دي.

پخوا به د روژې په شپو ورځو کې د مکې مکرمې په مسجدالحرام په لسګونو زره کسان راټولېدل، خو د عمرې زیارت کوونکو د منع کېدو له کبله اوس دغه جومات تر ډېره تش ښکاري.

که څه هم حکومتونو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف پر یوه ځای د خلکو راټولېدل منع کړي، خو د اندونیزیا د اچه ولایت تر ټولو لوی جومات او د پاکستان په ګڼو ښارونو کې څوزره کسانو پرون د ماښام او ماخوستن لمونځونه په جماعت ادا کړل.

په دغو هېوادونو کې ملایانو او محافظه کارانو د ټولنیزو فاصلو اصول مات کړي او په جوماتونو کې راغونډېدو اوامر یې نه دي رعایت کړي.

دې کار اندېښنې پیدا کړي، چې په دغو هېوادونو کې ښايي د کرونا ویروس خپرېدل لا چټک شي.