د اقتصادي اغېزو له‌منځه وړلو لپاره پر یوه مالي پلان د اروپايي مشرانو موافقه

ارشیف، د اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپايي ټولنې سرمشریزې د کرونا ویروس د ناوړه اقتصادي اغېزو د له‌منځه وړلو لپاره پر یوه مالي پلان موافقه وکړه.

د دغې ټولنې غړو هېوادونو پرون پنجشنبه «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۳» په خپله سرمشریزه کې موافقه وکړه چې خپله اوږدمهاله بودجه سره راټوله کړي څو د کرونا ویروس له کبله د دې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د اقتصاد د رغونې په مقصد یوه لویه بودجه ځانګړې کړي.

په دې غونډه کې د پیسو پر کوم ځانګړي رقم موافقه ونه‌شوه، خو ګومان کېږي چې د دې زیانونو د رغونې لپاره به یو یو نیم تریلیون یورو بودجې ته اړتیا وي.

که څه هم د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران پر دې سلا شول چې اروپايي کمېسیون به د دې ټولنې د راتلونکو اوو کلونو بودجه ارزوي، خو د دوی ترمنځ ژور اختلافونه پر ځای پاتې شول.

د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز د شمېرو له مخې په اروپا کې تر اوسه له ۱۰۰ زرو زیات کسان د 'کووېد-۱۹' ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. په داسې حال کې چې په ځینو اروپايي هېوادونو کې اوس تجارت او کاروبار سوکه سوکه د پیلېدو په حال کې دی، د ایټالیا او اسپانیا په څېر هېوادونه چې دې ناروغۍ سخت زیانمن کړي دي، دې بودجې ته خورا ډېره اړتیا لري.

چارلز میشل

د اروپايي شورا مشر چارلز میشل د وېډیو کنفرانس له لارې د دې سرمشریزې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس وبا د اروپايي ټولنې غړو ته جدي زیان اړولی، خو ښاغلي مایکل زیاته کړه چې د نوي مالي پلان له مخې به هغو هېوادونو ته چې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي ځانګړې پاملرنه وشي.

ښاغلی میشل زیاتوي: "د دې بودجې کچه به خورا زیاته وي چې د اروپا تر ټولو ډېرو ځپل شویو سکټورونو او هېوادونو ته به په پام کې ونیول شي او د دې بې‌ساري بحران د اغېزو د رغونې لپاره به ځانګړي شي، نو ځکه موږ له اروپايي کمېسیون څخه وغوښتل چې د اړتیاوو دقیقه ارزونه وکړي او سمدستي د هغو ستونزو د حل لپاره چې ورسره مخامخ یو یوه مناسبه طرح برابره کړي."

د ایټالیا په روغتون کې یو شمېر ډاکتران

د کرونا ویروس اغېزې پر بېلابېلو هېوادونو چې هر یو په جلا مالي وضعیت کې دی، بل ډول وې او دا په دې معنی ده چې د دوی ترمنځ د باور فضا هم له‌منځه تللې. ځکه ایټالیا او اسپانیا په ځانګړي ډول دا باور نه‌لري چې د اروپايي ټولنې د شمالي برخې نسبتاً شتمن شریکان لکه اتریش، هالنډ او جرمني به چې کرونا ویروس لږ زیان وراړولی دی، په رښتیا سره په دې برخه کې سمدستي اقدام وکړي.