د بخښنې نړیوال سازمان: نړۍ کې د اعدام سزا کچه راټیټه شوې

آرشیف

د بخښنې نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، په نړۍ کې د څلورم پرله پسې کال لپاره د اعدام سزا کمه شوې ده.

د راپور په حواله اعدامونه په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلي دي.

دغه راپور چې نن د اپرېل پر ۲۱مه خپور شوی، وايي ټول اعدامونه په شلو هېوادونو کې عملي شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د څېړنې، وکالت او پالیسۍ مشره کلېر الګار وايي، اعدام یوه زړه بوږنوونکې او غیرانساني سزا ده.

د هغې په خبره داسې کره شواهد نه شته چې ثابته کړي اعدام دې د بند تر سزا د جرایمو په مخنیوي کې ډېر رول لوبولی وي.

د سازمان په راپور کې ویل شوي په نړۍ کې د اعدامونو شمېر ۶۵۷ ته رسېږي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په نسبت ۳۳ کموالی ښيي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي د اعدامونو په راپور ورکولو کې د شفافیت نشتوالی دا معنی لري، چې د اعدامونو واقعي شمېر به تر دې لوړ وي.

په ورکول شویو شمېرو کې د ساري په توګه په چین کې د مرګ د سزا کارول شامل کړای شوي نه دي، حال دا چې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات اعدامونه په همدغه هېواد کېږي.

په چین کې د اعدام شویو کسانو شمېر پټ ساتل کېږي او ګومان کېږي چې دا شمېر به زرګونو ته رسېږي.

آرشیف

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې د نړۍ په سطحه هغه څلور نور هېوادونه چې تر ټولو زیات اعدامونه په کې شوي په دې ډول دي ایران، چې د اعدام شویو کسانو شمېر په کې ۲۵۱ دی، په سعودي عربستان کې ۱۸۴، په عراق کې لږ تر لږه ۱۰۰، په مصر کې دا شمېر ۳۲ دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د څېړنې، وکالت او پالیسۍ مشره کلېر الګار وايي، په ټوله نړۍ کې اعدامونه په پټه کېږي او له بېله روس څخه نیولې تر بوتسوانا، له ایرانه نیولې تر جاپانه پورې اعدامونه په داسې بڼه کېږي چې له مخکې کورنیو، مدافع وکیلانو او په ځینو مواردو کې په خپله اعدام کېدونکو اشخاصو ته احوال نه ورکول کېږي.

د مرګ سزاګانو او اعدامونو په نوم دغه راپور کې چین، شمالي کوریا او ویټنام هغه هېوادونه بلل شوي، چې د مرګ د سزا په اړه معلوماتو ته د لاسرسي په محدودولو سره د سزا د کارونې په اړه ټول جزئیات پټوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د څېړنې، وکالت او پالیسۍ د مشرې کلېر الګار په وینا، حتی هغه هېوادونه چې د اعدامونو سرسخت ملاتړي دي، هڅه کوي چې د مرګ د سزا کارول او د جزییاتو پټ ساتل توجیه کړي.

مېرمن الګار د ایران یادونه کړې چې د اعدام سزا په کې په بېساري ډول کمه ښودل شوې ده، خو د بخښنې نړیوال سازمان وايي د هغو دوو هلکانو اعدام په کې پټ ساتل شوی و، چې د جنسي تېري په تور په ۱۵ کلنۍ کې محکوم شول.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي دغه دوه زلمکیان په دې نه وو خبر چې د مرګ په سزا محکوم شوي او پر بدن یې د وهل ټکولو نښې ښکارېدې او دا یې ثابتوله چې دوی تر مړینې مخکې ډبول شوي دي.