د ولسمشرۍ لومړي معاونیت یوه سرچینه: سروبي کې کرونا ویروس ۴۰ تنه مړه کړي

ارشیف، د افغانستان هرات ولایت کې په کرونا ویروس د یوه مړه شوي کس مړی

د ولسمشر ماڼۍ د لومړي معاونیت دننه یوه سرچینه وايي، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کرونا ویروس له کبله نږدې ۴۰ تنه مړه شوي دي.

دغه سرچینه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو او په‌کې د مړینې د راپورونو وروسته، دا موضوع تأییدوي.

دا سرچینه ازادي راډیو ته د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۳۱» وايي، په سروبي ولسوالۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړینو د خبر له خپرېدو وروسته، سیمې ته پلاوی استول شوی و او د همدې پلاوي څېړنې ښيي چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو کورنۍ هم په دې ویروس اخته دي.

خو سرچینه د دې کورنیو د د غړو د کره شمېر او همدا ډول د قرنطین په اړه څه نه‌وايي.

یاده سرچینه په ارګ کې هم په کرونا وایروس له ۲۰ د ډېرو کسانو د اخته کېدو خبر تأییدوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت دا موضوع ردوي او وايي چې دغې ولسوالۍ ته د دغه وزارت د استول شوي پلاوي د څېړنې پايلې دا ډول نه‌دي چې ادعا کېږي.

خو د سروبي ولسوال ګوهر خان بابري بیا ازادي راډیو ته وویل، د سیمې خلکو ورته ویلي، په دې ولسوالۍ کې ۳۵ کسان چې د کرونا ویروس نښې په‌کې لیدل شوې وې، مړه شوي دي.

دی زیاتوي، خو تر اوسه په دې اړه سیمه‌ییزو روغتیايي مسؤلانو او د عامې روغتیا وزارت ده ته معلومات نه‌دي ورکړي.

ښاغلی بابري وايي: "اته مثبتې پېښې لرو چې درې یې شهیدان شوي او پنځه‌یې بېرته خپل کور ته ستانه شوي دي. د ۳۵ کسانو په اړه د سیمې خلک وايي چې د کرونا نښې یې درلودې او مړه شوي دي، خو رسمي تأیید نه‌لرو."

له دې وړاندې د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز هم ویلي و چې په سروبي ولسوالۍ کې یې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۲۰ بستریز روغتون چمتو کړی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز

د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي معاونیت سرچینه په ارګ کې هم د یو شمېر کارکوونکو په کرونا ویروس د اخته کېدو خبر تأییدوي او زیاتوي، د ولسمشرۍ ماڼۍ نږدې ۲۰ کسان په دې ویروس اخته دي، خو کېدای شي دا شمېر له دې زیات هم شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ پرون په دې اړه له ازادي راډیو سره خبرو کې له څه ویلو ډډه وکړه.

د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي معاونیت دفتر دغه سرچینه په افغانستان کې د کرونا له کبله د راتلونکو خطرونو او د مړینې د کچې په اړه هم اندېښنه ښيي او وايي، د نړیوالو معتبرو روغتیايي بنسټونو د اټکل له مخې، کېدای شي په افغانستان کې د دې ویروس له کبله نږدې ۲۰۰ زره کسان مړه شي.

خو سرچینه د حکومت له‌خوا له کرونا سره د مبارزې لپاره د جدي تدابیرو خبر هم ورکوي.

د سرچینې له قوله، حکومت د ملي بودجې څخه ۹ میلیارده افغانۍ له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره جلا کړي چې پر اساس به‌یې، په هر ولایت کې د کرونا ویروس سره د مبارزې ریاست هم جوړ شوي.

د کابل سروبي ولسوالۍ یوه څنډه

د لومړي معاونیت دغه سرچینه وايي، دوی اوس‌مهال د کرونا ویروس د تشخیص لپاره ۷ لابراتوارونه لري چې تر راتلونکو دوه اوونیو به‌یې شمېر ۱۵ او تر ۴۰ ورځو پورې به ۳۰ ته ورسېږي.

د دې سرچینې په خبره، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ته واک ورکړل شوی چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره نږدې ۹ زره کسان وګماري او د عامې روغتیا وزیر ته له بودجې څخه ان په یوه ځل د ۲۰ میلیونه افغانیو د ویستو حق هم ورکړل شوی دی.

په افغانستان کې داسې مهال له کرونا ویروس سره د مبارزې احتمالي خطر ته اشاره کېږي چې حکومت له کابل سربېره په ځینو نورو ولایتونو کې هم قرنطین غځولی او تر خوا یې په ګرځ‌بندیز ټینګار کړی دی.