تندر قول اردو: میدان وردک مو ۶ طالبان وژلي او ۴ ټپيان کړي

ارشیف، په میدان وردک کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

تندر قول اردو په میدان وردک ولایت کې وسله‌والو طالبانو ته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسؤل ایمل خان مومند رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي چې دا عملیات د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې شوي او په ترڅ کې یې شپږ وسله‌وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

ښاغلی مومند زیاتوي چې افغان ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال ۳ تنه شکمن کسان هم نیولي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.