کندهار کې کرونا ویروس ولې په چټکۍ په زیاتېدو دی؟

کندهار کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د موندلو لپاره د تبې ازمویل

په کندهار کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې ولې داسې په چټکۍ په زیاتېدو دي؟

د هرات او کابل ترڅنګ کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په‌کې زیات دی او په دې ویروس تر ۱۰۰ زیات کسان په‌کې اخته شوي دي.

په افغانستان کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو لومړۍ پېښه د فبرورۍ پر ۲۲مه په هرات ولایت کې ثبت شوه.

په کندهار کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د هرات تر لومړۍ پېښې میاشت وروسته د مارچ میاشتې پر ۱۹مه ثبت شوه، خو خپرېدل‌یې ډېر چټک و.

کندهار کې د کرونا ویروس د تشخیص د لابراتوار د پرانیستلو مراسم

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس وايي، په دغه ولایت کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو عمده علت د ځوانانو بې‌غوري او نه‌همکاري ده.

د کندهار د روغتیا رئیس محمد طاووس اشرف نادري "د عام ولس یا د ځوانانو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو نه‌همکاري یې یو علت و. موږ د عامه پوهاوي په ډګر کې دوی ته په وار وار وویل چې د تجمع له مرکزونو، محفلونو او د ودونو له تالارونو لیرې واوسئ، خو له بده مرغه بیا هم په کورونو کې ودونه وشول، ځوانان مېلو ته تلل، روغبړونه کېدل، دا په ټولنه کې د ویروس د خپرېدو سبب شو."

د کندهار اوسېدونکی کریم‌الله پوپل وايي، که څه هم ولایتي چارواکو ګرځ‌بندیز، قرنطین او محدودیتونه لګولي، خو خلک بیا هم په ښار کې ډلې ډلې تر سترګو کېږي.

پوپل زیاتوي: "خلک ډلې ډلې په کوڅو کې ګرځي. تر دې چې په دکانونو، ښوونځیو او مدرسو کې ناست وی خوندي به وو. له دولته مو غوښتنه ده چې عملي کار وکړي، ماشومان، ځوانان او نور کسان له کوڅو او لارو منع کړي."

د سپین بولدک-چمن لار خلاصه شوه

د اپرېل میاشتې پر شپږمه د تورخم دروازې په څېر د سپین بولدک او چمن لار هم د څلورو ورځو لپاره له پاکستانه چې په کرونا ویروس نږدې ۷۵۰۰ کسان په‌کې اخته دي، د راروانو افغانانو پر مخ پرانیستل شوه.

داسې اندېښنې شته چې د ستنو شویو کسانو په ډله کې به په کرونا ویروس اخته کسان هم وو چې کلیو او بانډو ته له تګ وروسته به‌یې نور کسان په دې ویروس اخته کړي وي.

په سپین بولدک کې یوازې د کرونا ویروس مشکوک کسان د قرنطین مرکزونو ته لېږدول کېدل.

د افغانستان روغتیا وزارت تېره پنجشنبه وویل چې په افغانستان کې په کرونا ویروس ډېری اخته شوي کسان ځوانان دي.

په دې اړه نور: افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۸۴۰ ته ورسېد

په کندهار کې یو مدني فعال غوث‌الدین فروتن وايي، ګڼ کسان تر ډېره ځوانان د روغتیا ریاست خبرداری او خبرتیاوې بابېزه ګڼي، ځکه نو ورځ تر بلې کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' په کندهار کې په چټکۍ خپرېږي.

فروتن زیاته کړه: "له کورونو راوځي، بنډارونه کوي، په یوه کور کې مثلاً ۲۰-۱۵ ځوانان راټولېږي، مېلې کوي. په وروستیو دوو اوونیو کې هم په بېلابېلو ځایونو کې ودونه روان وو. دغه‌یې عمده دلایل دي او که چېرې قرنطین سخت نه‌شي او خلک د ډاکترانو پر لارښوونو عمل ونه‌کړي، یقيني ده چې دا شمېرې به نورې هم زیاتېږي."

د کندهار چارواکو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له تېرې چهارشنبې په ښار کې بشپړ قرنطین نافذ کړی دی.

خو خلک کولای شي د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره د شپې له ۱۲ بجو د سهار تر ۶ بجو له کورونو ووځي او دکانونه به په دې موده کې خلاص وي.

د کندهار ښار یوه برخه

د کندهار والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي دا محدودیتونه به تر بلې خبرتیا پورې په ښار کې نافذ وي: "دا پرېکړه به تر هغه وخته د تطبیق وړ وي چې د کرونا ویروس د مخنیوي ولایتي کمېټه بله پرېکړه کوي."

د کندهار چارواکو په مشخص ډول نه‌دي ویلي چې د قرنطین او ګرځ‌بندیز له سرغړوونکو سره به څه چلند کېږي.

د دغه ولایت یوه اوسېدونکي چې خپل نوم‌یې نه‌دی اخیستی د ازادي راډیو په پیغام ثبتوونکي ماشین کې له ولایتي چارواکو د یو لړ نورو اقداماتو غوښتنه کړې.

دی وايي: "تاسې که مهرباني وکړئ د کابل-کندهار او هرات-کندهار لویې لارې د څه مودې لپاره په بشپړ ډول بندې کړئ چې ورسره به په کندهار او ټول افغانستان کې د دې ناروغۍ مخنیوی شوی وي."

کابل-کندهار لویه لاره

خو په کندهار کې هغه کسان چې ورځني کارونه کوي شکایت لري چې د قرنطین او ګرځ‌بندیز له نافذولو سره د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دي.

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۹۰۰ اوښتی او دا شمېر هره ورځ زیاتېږي.

د کندهار د روغتیا رئیس وایي د کرونا ویروس د تشخیص په لابراتوار کې هغه طبي بستې چې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره کارول کېږي، تمامې شوې دي.

د نړۍ په سطحه ډېر کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس اخته او په دې ویروس مړه شوي دي.

په امریکا کې په کرونا ویروس یو اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال.

د امریکا چارواکو د مارچ په وروستیو کې ویلي وو، په چټکۍ د دغه ویروس د خپرېدو یو علت دا دی چې ځوانان له کرونا ویروس د خوندیتوب لپاره د حکومت سپارښتنو ته پام نه‌کوي.