' افغانستان کې د ودونو او نکاح د انلاین خدماتو په نوم اپلېکېشن جوړ شوی'

ارشیف

د کرونا ویروس خپرېدل په افغانستان او نړۍ کې اقتصادي چارې په ټپه درولې دي خو د دې ترڅنګ د دودونو او رواجونو پر وړاندې یې هم خنډونه رامنځته کړې دي.

په افغانستان کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې حکومت پر لویو غونډو بندیز لګولی دی.

خو آغا ملوک سهار، چې مخکې تر دې یې هم په زړه پورې اپلېکېشنونه جوړ کړي دي، په افغانستان کې د ودونو او نکاح د انلاین خدماتو په نوم اپلېکېشن جوړ کړی دی.

احمدتکل د دې اپلېکېشن په اړه له نوموړي سهار سره مرکه کړې ده او ښاغلي سهار د مرکې په پیل کې د دې نوښت پر هدف رڼا اچوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

آغا ملوک سهار سره مرکه