د کرونا ویروس له امله اروپايي هېوادونو کې د افغانانو وضعیت

ایټالیا، فرانسه او جرمني د اروپا د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د کرونا پېښې په کې زیاتې دي او دغلته تر ډېره افغان پنا غوښتونکي هم دېره دي.

په اروپایي هېوادونو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، د کرونا ویروس له امله ګرځبندیز یې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي، خو د کوربه هېوادونو له خوا ورسره ښه چلند کېږي.

ایټالیا، فرانسه او جرمني د اروپا د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د کرونا پېښې په کې زیاتې دي او دغلته تر ډېره افغان پنا غوښتونکي هم دېره دي.

د دغو پنا غوښتونکو استازي او فعالان وایي، ګرځبندیز یې د نورو اروپایانو په څېر ژوند تریخ کړی، خو زیاتوي، ښه داده چې د مور مېرې چلند ورسره نه کېږي.

خالد جهانیار د ایټالیا په بولونیا پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې کوي.

نوموړی وایي، دغلته قرنطین دومره جدی دی چې هرڅوک د بهر وتلو لپاره باید د پولیسو یوه فورمه ډکه کړي.

هغه زیاتوي: "کرونا مرض زمونږ شخصي ژوند مکمل تغیر کړی دی، ما دلته پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې کولې، درسونه مو بند شول، کارونه و درېدل او د دباندې تګ اجازه نه لرو، که چیرې مونږ وځو، له پولیسو باید اجازه واخلو، خو له دې سره سره دلته روغتیایي کارکوونکي ډېر شوي او په سړکونو کې د ۲۴ ساعتونو لپاره امبولانسونه ولاړ او مشکوک کسان د معاینې لپاره روغتون ته لېږدوي."

نوموړی وایي، په دې پرمختللو هېوادونو کې حل لاره همدا ښودل شوې چې ټولنیز واټنونه باید وساتل شي او قرنطین عملي شي.

دی له افغانانو هم غواړي چې ګرځبندیز جدي وګڼي او په اسانه له کورونو را ونه وځي.

رحیم الله ورین د افغان کډوالو بل فعال دی چې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ژوند کوي او درس هم وایي.

دی وایي، هلته یوشمېر افغان پنا غوښتونکي د ګرځبندیز له امره سرغړونه کوي او په خبره یې، دا تر ډېره هغه کسان دي چې تور کاروبار کوي او دولت یې ملاتړ نه کوي.

هغه زیاتوي: "نژدې یوه میاشت کېږي چې کور کې یم، درسونه مو په انلاین بڼه مخته ځي، یوازې د خوراکي توکو د اخیستو لپاره له کوره وځم، فرانسه کې ځینو افغانانو لکه د خپل وطن په څېر قرنطین جدي نه دی ګڼلی، دوی میلې کوي، له اړتیا پرته له کوره وځي او لارو کوڅو کې درې یا تر هغه زیات لیدل کېږي، اکثرو افغانانو دلته تور کارونه کول او د قرنطین له اولې ورځې دوی هیڅ پیسې نه ترلاسه کوي."

په اروپا کې تور کاروبار هغو ته ویل کېږي چې پناه غوښتونکي یې له دولته پټ کوي او په بدل کې یې کوربه دولتونو ته مالیه نه ورکوي.

قدوس صادقي په جرمني کې د افغان کډوالو د یوې شبکې مشري کوي.

دی وایي، دغه هېواد کې د قرنطین د عملي کېدو له امله د کرونا خپرېدل ورو شوي دي او په خبره یې، کوربه هېواد ټولو کډوالو ته ښه امکانات برابر کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "کرونا سمتي، مذهبي او قومي بحث نه دی، دا عمومي مسئله ده، د جرمني دولت هم ژمن دی چې له ټولو کډوالو سره یو ډول چلند کوي، دلته ځینې افغانان هم کرونا نیولي وو چې وضعیت یې ښه دی، یوازې د یوې میرمنې وضعیت نازک دی، خو هغې میرمنې سرطان هم درلوده."

شميرې ښيي چې کرونا د نړۍ په کچه لسګونه میلیونه کارګر کډوال له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

دوی کې داسې کسان شته چې خپلو کورنیو ته هم د نفقې پیسې پيدا کوي.

خو د کډوالو کوربه دولتونه وایي، اقتصاد بیرته ښه کیدای شي، خو د انسان مړینه بیا په هيڅ ډول نه شي جبرانيدی.