معتادین: کرونا نه پېژنو او نه پوهېږو چې څنګه ترې ځانونه وساتو؟

ارشیف

د کابل ولایت اوسېدونکي اندېښنه لري چې د کرونا ناروغي به د معتادینو له لارې روغو خلکو ته هم ورشي.

په کابل ښار او کوڅو کې د معتادینو ډېر ګرځېدلو خلک اندېښمن کړي دي. دا خلک ډارېږي چې د کرونا وایرس به لومړی معتادینو ته ورشي او بيا به د دوی له لارې په روغو خلکو کې خپور شي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو ازادۍ راډیو ته وویل: د ښار په بېلا بېلو سیمو کې اوس هم معتادين د پخوا په شان سره را ټولېږي او نشې کوي، که معتادین د کرونا په وایرس ککړ شي، نو دا ناروغي په ډېرې اسانۍ سره روغو خلکو ته ورتلای شي.

د حضوري چمن فضا...

دا د کابل ښار حضوري چمن دی، دلته خلک د تفريح او يا ورزش لپاره راځي، خو دلته يو شمېر معتادين هم اوسېږي.

الله محمد چې له خپل ملګري سره په چمن حضوري کې چای څښي وايي، خلک له معتادینو سره اړيکې لري، ځکه نو دوی اندېښنه لري چې د کرونا ناروغي به له معتادینو څخه عامو خلکو ته هم ورشي.

هغه وویل: " کله چې معتادین په کرونا باندې اخته شي، له دوی څخه دا ناروغي روغو خلکو ته ورځي، ځکه دوی له خلکو سره تګ راتګ کوي، په بازارونو، کوڅو او کورونو کې له نورو خلکوسره یوځای ګرځي، آن دا چې معتادین له خلکو څخه خیراتونه را ټولوي.

دا ناروغي انسان ته په ډېري اسانۍ سره ورځي، په تېره بيا له معتادینو څخه. دولت باید د معتادینو غم وخوري، بايد دوی د ګڼې ګوڼې له سیمې څخه لیري په یوه ځانګړي ځای کې سره را ټول کړي."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی احمدشاه خَواني چې په حضوري چمن کې د معتادینو یوې ډلې ته نږدې ناست دی وايي چې معتادینو ته باید د کرونا په اړه پوهاوی ورکړل شي چې دا ناروغي نوره خپره نه شي.

هغه زیاتويکګ " که د کرونا مخنیوی وشي، د انتقال کچه به یې را ټیټه شي، په دې کار سره به د معتادینو تر څنګ عام خلک هم وساتل شي، خو که یې مخنیوی و نه شي، نو د معتادینو له لارې د دې ناروغۍ د خپرېدو امکان ډېر دی."

د معتادینو غږونه...

د حضوري چمن په بله څنډه کې یوه ډله معتادین ناست دي او نشه کوي، دوی د کرونا په اړه معلومات نه لري او نه هم په دې پوهېږي چې خپل ځانونه څنګه وساتي؟

له دې معتادینو څخه یو هم یارمحمد دی، دی وايي چې د کرونا په اړه پوهاوی نه دی ورکول شوی.

نوموړي وویل: " نه، د کرونا په اړه موږ ته معلومات نه دی راکول شوی، یوازې دومره خبر یو چې یوه ناروغي راغلې ده، خو په دې اړه نور هیڅ معلومات نه لرو. دا ناروغي ډېره خطرناکه ده، ولې به اندېښنه و نه کړو؟ "

په ورته وخت کې طبي ډاکټران وايي چې د معتادینو د بدن مقاومت کمزوری دی، ځکه نو په کرونا باندې د دوی د ککړېدو امکان ډېر دی.

په دې اړه ډاکټر واحدالله کوشان وايي، د دې لپاره چې د کرونا ناروغي خپره نه شي، باید کورنۍ خپل معتاد غړي د درملنې په مرکزونو کې بستري کړي.

کوشان زیاتوي: " معتادين د کورونا ناروغۍ ته ډېر برابر دي، ځکه چې د نشو له امله د دوی د وجود مقاومت کمزوری دی او بل دا چې دوی په ډله ييز ډول نشه کوي. د کورونا وايرس د هوا او ککړو شيانو له لارې په مستقيم او غير مستقيم ډول له يوه شخص څخه بل شخص ته ورځي."

په کابل ښار کې د بې سرپناه معتادینو کره شمېره نه ده معلومه او په دې اړه هم معلومات نشته چې څومره معتادين به په کرونا باندې ککړ شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ورځې سلګونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته په زور را اړول کېږي، خلک اندېښنه لري چې په دې افغانانو کې به داسې کسان هم وي چې په کرونا باندې به ککړ شوي وي.

---------------------

راپور: فرید حلیمي

Your browser doesn’t support HTML5

معتادیو په اړه فیچر