چارواکي: هلمند کې د طالبانو واک لاندې سیمو کې زیات کوکنار کرل شوي

ارشیف

په هلمند ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې ټولو سيمو کې پرېمانه کوکنار کرل شوي دي.

د افغانستان په جنوب او ختیځ ولايتونو کې د کوکنارو د کرلو له موسم سره سم په هلمند ولایت کې یو ځل بیا ډېر ښه کوکنار کرل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، د امنیتي او استخباراتي ادارو د راپورونو پر بنسټ سږکال د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د تېرو کلونو په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي دي.

هغه زیاته کړه: " هغه ولسوالۍ چې د دولت د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي، هلته د تېرو کلونو په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي دي، په مجموع کې د هلمند په ټولو سیمو کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې ده، خو د دولت تر واک لاندې سیمو کې د کوکنارو اړولو کمپاین روان دی او د کوکنارو بوټي اړول کېږي."

له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیوالې ادارې د راپور پر اساس له څو پر له پسې کلونو را هیسې د افغانستان ډېری کوکنار په هلمند کې کرل شوي او د افغانستان په سلو کې (۸۵) تاریاک په دې ولایت کې تولید شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت څېړنې ښيي چې طالبان هر کال د نشه يي موادو له عوایدو څخه له دوو سوو څخه نيولې بيا تر پنځو سوو پورې امریکايي ډالر تر لاسه کوي چې بيا په دې پيسو باندې روانه جګړه پر مخ وړي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی او سیاسي کارپوه خالد پښتون له نړیوالې ټولنې او افغان دولت څخه غواړي چې په بین الافغاني خبرو کې دي له طالبانو څخه ضمانت واخلي چې له نشه يي موادو سره به مبارزه کوي او له مافیايي ډلو سره به خپلې اړېکې شلوي.

هغه زیاتوي: " که په بین الافغاني خبرو کې د نشه يي موادو موضوع هواره نه شي، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې دا مسئله بین الافغاني خبرو ته پرې ایښې او له طالبانو څخه غښتلی تضمین وا نه خیستل شي، زه باوري یم چې دا جګړه به روانه وي. طالبان باید له نشه يي موادو سره د مبارزې په اړه ژمنه وکړي، که داسې و نه شي، نو نشه يي مواد په خپله د جګړې د دوام ستره مالي سرچینه ده."

تر دې وړاندې د وسله والو طالبانو ویاند ازادۍ راډیو ته په يوه لېږل شوي پیغام کې د نشه يي موادو په کښت، تولید او قاچاقو کې د دې ډلې لاس لرل رد کړي ول، خو که د کوکنارو کښت او نشه يي موادو قاچاق ته وکتل شي، ټول د طالبانو تر واک لاندي سيمو کې ترسره کېږي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور