په قرنطین کې د کورني تاوتریخوالي کچه زیاته شوې

ارشیف

د کرونا ویروس له بېرې ټولو خلکو خپلو کورونو ته پناه وړې، خو ځیني داسې شته چې په خپل کور کې هم خوندي نه‌دي.

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره حکومتونو خپلو وګړو ته ویلي چې په کور کې پاتې شي، خو په ورته وخت کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي.

دا ستونزه له روسیې نیولې تر امریکا او نورو هېوادونو کې لیدل شوې.

د بشري حقونو فعالان وايي قربانیان له بد وضعیت سره مخامخ دي ځکه دوی اړ شوي چې د تاوتریخوالي کوونکو سره په یوه کور کې قرنطین شي.

له دوی یوه فعاله الیونا پوپووا وايي، په روسیه کې د کورني تاوتریخوالي په اړه راپورونه زیات شوي دي.

ارشیف

د بشري حقونو دا کمپاینره زیاتوي: "د نن سهار او تېرو ورځو په ګډون د کورني تاوتریخوالي موارد چې ماته راپور شوي، د اندېښنې وړ دي. زه دقیق ارقام نه‌لرم، خو پېښې بېخي زیاتې شوې دي او دا یوازې د تاوتریخوالي پېښې نه‌دي چې زیاتې شوي، بلکې د تاوتریخوالي کوونکو اعمال نور هم بې‌رحمانه شوي دي."

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف په کور کې د خلکو پاتې کېدو، ورته نتیجه لرلې.

د امریکا په سان فرانسیسکو کې د لاکاسا دي لاس مادریس ادارې رئیسه کتي بلک په دې اړه داسې وايي: "په کور کې د پاتې کېدو امر تاوتریخوالی زیات کړی ځکه د تاوتریخوالي قربانیان اړ دي له تاوترخوالي کوونکو سره په کور کې پاتې شي."

د عامه خدماتو کارکوونکي هم د کرونا ویروس او د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي د تدابیرو له کبله زیات شوي فشار ته اشاره کوي.

ارشیف

د بشري حقونو کمپاینره الیونا پوپووا وايي: "وضعیت نور هم خراب شوی ځکه قربانیان بېرېږي. تاوتریخوالي کوونکي د دوی په جایداد کې برخه لري او دوی په یوه اپارتمان کې له خپلو کوچنیانو سره اوسي. اپارتمانونه عموماً کوچني وي او له یو بل څخه جلا اوسېدل امکان نه‌لري. که دوی پولیس ته ټیلیفون وکړي، په مسکو کې افسران وايي چې مشرانو يې ورته ویلي چې د پولیسو له مأموریته دې نه‌وځي او یا هم د قرنطین له کبله دباندې نه‌ځي."

په اوکراین کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي چې د کورني تاوتریخوالي په برخه کې د مرستې برخې ته ۳۰ فیصده زیات شکایتونه راپور شوي دي.

فعالان وايي، که قربانیان اړ شي، باید له قرنطینه ووځي او مرسته وغواړي.

کتي بلک زیاتوي: "زه وایم چې که له قرنطینه د وتلو او په سیستماتیکه توګه له رواني یا مالي تاوتریخوالي یا په فزیکي توګه له تاوتریخوالي سره د مخامخ کېدو ترمنځ یو انتخاب وي، باید قرنطین مات شي او له دباندې د یو چا مرسته وغوښتل شي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له حکومتونو وغوښتل چې د امن خونو سره دې ملاتړ زیات کړي او د تاوتریخوالي قربانیانو ته دې مرسته ورسوي.

د ناټو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د اپرېل ۳مه په نیویارک کې وویل: "له ټولو حکومتونو غواړو چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په ملي پلان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی په خپل ملي پلان کې شامل کړي. په دې معنی چې د انټرنټ او مدني ټولنې پر ادارو پانګونه زیاته کړي. ډاډ دې ترلاسه کړي چې تاوتریخوالي کوونکي د قضائیه قوې له لارې مجازات شي. په درملتونونو او دکانونو کې دې د بېړنیو حالاتو خبرداری ورکوونکي ځيرک سیستمونه نصب کړي. د امن خونې دې په اساسي خدمات رسوونکو ادارو بدل کړي. د ښځو لپاره دې خوندي لارې ولټوي چې هغوی مرسته وغوښتلی شي، پرته له دې چې له دوی سره بد چلند کوونکی کس ورباندې خبر شي."