ناټو: طالبان تاوتریخوالی کوي او کرونا ویروس سره د مبارزې مخه‌یې ډب کړې

ارشیف، د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو پلاوی

ناټو وايي، لاهم طالبان تاوتریخوالی کوي او په خپل دې کار سره‌یې له کرونا ویروس سره د مبارزې مخه ډب کړې ده.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاس‌لیک نږدې یوه نیمه میاشت تېرېږي، تازه په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، طالبانو تاوتریخوالی نه‌دی کم کړی.

نیکولاس کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، طالبان لا هم ملکيان او د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه کوي او جګړه‌یې روانه ساتلې.

ښاغلی کې ټینګار کوي چې طالبان باید په دوحه کې لاس‌‌لیک شوې هوکړه عملي کړي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې

دی وايي: "باید واضحه‌یې ووایم، دا طالبان او د دوی حملې دي چې افغانان په نښه کوي. پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو بریدونه کوي. دا طالبان دي چې اوس هم تاوتریخوالی کوي او په دې کار سره‌یې له کرونا ویروس سره مبارزه هم ټکنۍ کړې ده. زه پر طالبانو غږ کوم چې د افغانانو او نړۍ غوښتنې ته ځواب ووايي، اوربند او له کرونا سره مبازره وکړي."

ښاغلی نیکولاس کې په قطر کې له طالب مشرانو سره د زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د مشر قوماندان جنرال سکاټ مېلر وروستۍ لیدنې ته په اشارې وايي، جنرال مېلر طالبانو ته وښوده چې پر ملکیانو بریدونه دوی کوي نه افغان او ائتلافي ځواکونه.

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د مشر قوماندان جنرال سکاټ مېلر

د ناټو ملکي استازي که څه هم پر طالبانو غږ کوي چې اوربند وکړي، خو دا هم وايي چې له افغان ځواکونو به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه وویل: "اجازه راکړئ چې روښانه‌یې کړم. ناټو به له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو، د دې ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته دوام ورکړي. ناټو په دې برخه کې په خپلو ژمنو ولاړه ده. موږ به هر هغه مرستې ته چې اړتیا یې وي، دوام ورکړو."

د ناټو ملکي استازی وايي، اوس‌مهال دوی د سولې روان بهیر څاري او له ټولو لورو غواړي چې د سولې بین‌الافغاني خبرو لپاره لار پرانیستې پرېږدي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته، د افغانستان په یو شمېر سیمو کې تاوتریخوالی لا هم روان دی، خو افغان حکومت او طالبان د دې کار پړه پر یوه او بل وراچوي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم وايي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو د اوونۍ له پای وروسته، د سولې هوکړه‌لیک نقض کړی او پر افغان ځواکونو یې حملو ته دوام ورکړی دی.

د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل: "افغان ځواکونه اوس‌ هم د سولې هوکړه‌لیک‌ ته د رعایت او دې هوکړې ته د احترام په خاطر د دفاع په فعال حالت کې دي. د دې تر خوا افغان ځواکونه نه‌یوازې دا چې له خپلو خلکو دفاع کوي، بلکې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې هم فعاله ونډه لري."

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان

خو طالبان بیا د ناټو د ملکي استازي او افغان حکومت د څرګندونو برخلاف وايي، د سولې له هوکړې دوی هېڅ ډول سرغړونه نه‌ده کړې.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی د تېر په پرتله خپل عملیات کم کړي او ان په لویو ښارونو هېڅ ډول حمله نه‌ده شوې.

ناټو داسې مهال د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او اروپايي ټولنې هم پر طالبانو غږ کړی چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له جګړې لاس واخلي.