د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

افغان او بهرني پوځیان څنګه خپله نږدې همکاري جاري ساتلی شي؟


د ناټو یوه مخکېني سلاکار محمد شفیق همدم
د ناټو یوه مخکېني سلاکار محمد شفیق همدم

د ناټو سازمان د غړو هېوادونو دفاع وزیرانو د چهارشنبې ورځې وېډیو کنفرانس له کرونا ویروس سره د ګډې مبارزې په ژمنه پای ته ورسېد.

د دغه سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې د ناټو غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې جدي هڅې کوي څو د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخه ونیسي.

هغه د ناټو د سرتېرو د ځاني سلامتیا د ساتلو ترڅنګ په افغانستان او ځینو نورو سیمو کې د ناټو د مأموریتونو او عملیاتو له دوام هم ډاډ ورکړ.

صفي‌الله ستانکزي د ښاغلي سټولټنبرګ د وروستیو څرګندونو د تحلیل په خاطر په افغانستان کې د ناټو له یوه مخکېني سلاکار محمد شفیق همدم سره مرکه کړې ده.

له هغه‌یې لومړی پوښتنه کړې چې افغان او بهرني پوځیان د کرونا ویروس د جدي ګواښ سربېره څنګه خپله نږدې همکاري جاري ساتلی شي او څرنګه ځانونه له دې ویروسه خوندي کوي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:54 0:00

XS
SM
MD
LG