د نړۍ مشرانو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه چې د روغتیا نړیوال سازمان سرهیې خپلې مالي مرستي ځنډولي، وغندله.
په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۵» تر دوو میلیونو واوښت، اروپایې هېوادونو، روسیې، چین، ملګرو ملتونو او د نړۍ د نورو بېلابېلو هېوادونو استازو پر امریکا سخت انتقاد وکړ چې په دې بحراني وضعیت کې یې د روغتیا نړیوال سازمان سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرسته وځنډوله.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د چهارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي: "د نورو ملامتول ګټه نهلري. یو له ډېرو ښو پانګونو دا ده چې ملګري ملتونه او تر ټولو دمخه د روغتیا نړیوال سازمان چې لږ تمویل شوی، د واکسینونو د ازموینو په پراختیا کې تقویت شي."
Schuldzuweisungen helfen nicht. Das Virus kennt keine Grenzen. Wir müssen gegen #COVID19 eng zusammenarbeiten. Eine der besten Investitionen ist es, die @UN, allen voran die unterfinanzierte @WHO, zu stärken, z.B. bei der Entwicklung und Verteilung von Tests und Impfstoffen. https://t.co/ugVbnZFx7R
— Heiko Maas 🇪🇺 (@HeikoMaas) April 15, 2020
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي په برخه کې په ناسم مدیریت تورن کړ او ویېویل چې دغه سازمان په خپله اساسي دنده کې ناکام شو او باید ځواب ووایي.
امریکا چې د روغتیا نړیوال سازمان تر ټولو لوی تمویلوونکی هېواد ګڼل کېږي، په ۲۰۱۹ کال کې دغه سازمان ته ۴۰۰ میلیونه ډالره ورکړي چې دا د دې سازمان د بودجې ۱۵ سلنه جوړوي.
President @realDonaldTrump is halting funding of the World Health Organization while a review is conducted to assess WHO%27s role in mismanaging the Coronavirus outbreak. pic.twitter.com/jTrEf4WWj0
— The White House (@WhiteHouse) April 14, 2020
د امریکا د طبي انجمن مشر ډاکټر پاتریک هاریس د ولسمشر ټرمپ دا اقدام پر ناسم لوري یو خطرناک ګام بللی دی.
هغه وویل چې دا پرېکړه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ماتېدل نه اسانه کوي او له ولسمشر ټرمپ څخهیې وغوښتل چې پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي.
د نړۍ یو تر ټولو شتمنو کسانو او د مایکروسافت شرکت له بنسټ ايښودونکو بېل ګېټس چې مؤسسهیې د روغتیا نړیوال سازمان دوهمه لویه تمویلوونکې ده، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پهدې بحراني حالت کې له روغتیا نړیوال سازمان سره د مرستو ځنډول خطرناک ګام دی.
Halting funding for the World Health Organization during a world health crisis is as dangerous as it sounds. Their work is slowing the spread of COVID-19 and if that work is stopped no other organization can replace them. The world needs @WHO now more than ever.
— Bill Gates (@BillGates) April 15, 2020
ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې که د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په اړه د چین د راپورونو په اړه تحقیق کولای، امکانیې وو چې د دې وبا مخه نیول شوې وی او ډېری کسان به نهمړه کېدل.
نورو هېوادونو هم ویلي چې د چین حکومت مخصوصاً په لومړي سر کې د دې ویروس او د هغه د خورېدو د اندازې په اړه په خپلو راپورونو کې دوه زړی وو.
د امریکا ولسمشر وایي که د روغتیا نړیوال سازمان د چین لهخوا د دې ویروس په اړه ناسم اطلاعات خپاره کړي او دا د ده په وینا همدا کار احتمال د دې وبا د لاډېرې خورېدا لامل شو.
خو د چین چارواکو له امریکا غوښتي چې له یاد سازمان سره خپلې ژمنې عملي کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو ليجیان ویلي چې دا وبا په بحراني مرحله کې ده او د ولسمشر ټرمپ پرېکړه به پر ټولو هېوادونو اغېز وکړي.
بلهخوا د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزېف بورېل وویل چې د امریکا دا اقدام د توجیه لپاره هېڅ دلیل نهلري.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "یوازې د ځواک د یو موټي کولو له لارې کولای شو پر دې بحران چې سرحد نهلري، برلاسي شو."
Deeply regret US decision to suspend funding to @WHO. There is no reason justifying this move at a moment when their efforts are needed more than ever to help contain & mitigate the #coronavirus pandemic. Only by joining forces we can overcome this crisis that knows no borders.
— Josep Borrell Fontelles (@JosepBorrellF) April 15, 2020
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم ویلي، اوس د دې وخت نهدی چې د روغتیا نړیوال سازمان یا د کومې بلې ادارې چې د کرونا ویروس سره په مبارزه بوخته ده، منابع راکمي شي.
نوموړي وویل اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه سره یو شي او همکاري وکړي څو د دې ویروس او د سختو عواقبو مخهیې ونیول شي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې تر ۶۰۰ زره ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تقریباً ۲۵ زره له همدې کبله مړه شوي دي.
دې شمېرو ته په پام امریکا د هغو هېوادونو په سر کې ده چې کرونا ویروس ډېر ځپلي دي.