طالبانو ۲۰ تنه افغان بندیان یکشنبه په کندهار کې خوشې کړل.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه د موافقې له لاسلیک راوروسته د لومړي ځل لپاره طالبانو دغه بندیان خوشې کړل.
د امریکا او طالبانو د تړون له مخې تر ۵ زره طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو خوشې کېږي او په بدل کې بهیې طالبان هم ورسره زر تنه بندیان خوشې کړي.
تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي "د دواړو لورو افغان حکومت او طالبانو لهخوا د بندیانو د خوشې کولو هرکلی کوم. د دواړو لورو د بندیانو خوشې کول د سولې پروسې لپاره اړین ګام دی."
(1/2) Welcome the release of prisoners by both the Afghan government and the Taliban. The release of prisoners is an important step in the peace process and the reduction of violence.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) April 13, 2020
ښاغلی خلیلزاد زیاتوي "دواړه لوري دې د امریکا-طالبانو هوکړه کې ټاکل شویو اهدافو ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي. په زندانونو کې د کرونا ویروس خپرېدل یو رښتینی ګواښ دی او یوازنی لامل کېدای شي ترڅو چټک اقدام وشي."
د افغانستان حکومت وختي د طالب بندیانو د خلاصون پروسه پیل کړې او د دغه هېواد د ملي امنیت شورا په خبره تر یکشنبې پورېیې ۳۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې او په دې اړه د خبرو په برخه کې تر ډېره د سره صلیب نړیوالې کمېټې اسانچاري کړې ده.
یکشنبه هم دې کمېټې ته د طالبانو لهخوا تازه ازاد شوي بندیان تسلیم شول څو یې افغان حکومت ته وسپاري.
د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) استازولۍ مشر خوان پدرو سایرر (Juan-Pedro Schaerer) د یکشنبې په شپه «۱۳۹۹ کال د وري ۲۴» ټوېټ وکړ چې دوی له طالبانو سره د ۲۰ بندي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوشې کولو اسانچاري وکړه او خوشې شوي کسان د کندهار ولایت مقام ته انتقال شول.
Today we facilitated the release of 20 Afghan National Defense and Security Forces who were detained by the Taliban and transferred them to the Governor’s Office in Kandahar, @ICRC_af
— Juan-Pedro Schaerer (@JPSchaererICRC) April 12, 2020
د سره صلیب د استازولۍ مشر زیاته کړې چې دې کمېټې د بندیانو د انتقال او کورونو ته د هغوی د خوندي رسېدو په برخه کې د یوه بېپرې منځګړي په توګه عمل وکړ او په راتلونکي کې هم د جګړې د ښکېلو خواوو په غوښتنه دې کار ته چمتو ده.
د سولې په چارو کې د افغانستان دولت وزارت ستر سلاکار عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل چې د بندیانو ازادي به د بینالافغاني خبرو پیل ته لار هواره کړي.
هغه زیاته کړه: "واقعاً هم دا یو نېک اقدام دی. طالبانو ویلي چې موږ د ښه نیت په خاطر دا ۲۰ تنه افغان بندیان یعنې افغان سرتېري خوشې کړي د سره صلیب په توسط باندې. د افغانستان له لوري هم بندیان ازادېږي هره ورځ. همدا لړۍ کولای شي چې بالاخره موږ بینالافغاني مذاکراتو ته نږدې کړي. موږ افغانان یو باید د دغسې اقداماتو څخه ډډه ونهکړو نور هم دې ته وده ورکړو. که د بندیانو تبادله وي یا اوربند وي دا ټول مسایل موږ خبرو ته نږدې کوي او بالاخره اوسنی جنګ د خبرو له لارې حل کېږي."
ښاغلي فضلي وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر خپله وسه هڅه کړې چې د بندیانو د تبادلې په پروګرام کې اغېزمن رول ولوبوي څو بینالافغاني خبرې ژر پيل شي.
طالبانو ۲۰ تنه افغان بندیان د یکشنبې په ورځ مازیګر مهال د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې چې د پاکستان له بلوچستان ایالت سره اوږده پوله لري د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته سپارلي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل چې دوی ورسره د بندیانو له ډلې ۲۰ تنه د ښه نیت په خاطر خوشې کړل او چمتو دي راتلونکي کې دې پروسې ته دوام ورکړي.
هغه وویل: "په عموم کې د بندیانو خوشې کول دا ښه قدم دی دا ښه کار دی، نو به همدې اساس باندې موږ هم دا یو قدم پورته کړ او د حسن نیت په خاطر مو دا ۲۰ تنه بندیان چې موږ سره و د کابل د ادارې (افغان حکومت) موږ خوشې کړل او په اینده کې به هم وخت په وخت باندې داسې اقدامات کوو."
ښاغلي شاهین وویل طالبان له امریکا سره د موافقې په اساس د خپلو پنځه زره بندیانو خلاصون غواړي هغه څه چې له ژمنې سره سم په وخت ونهشول.
افغان حکومت بیا وايي چې دوی د ولسمشر اشرف غني په امر په تدریجي شکل طالب بندیان خوشې کوي او په یو وار د تر پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول نهدی ممکن.
حکومت وايي چې د بندیانو خلاصون باید د سولې د مذاکراتو یوه برخه وي او طالبانو ته پهکار ده چې په دې اړه له خپل لوري کوټلي ګامونه پورته کړي.