د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

ایا د سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي؟


ارشیف، په قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی
ارشیف، په قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی

د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ تماسونه نږدې دوه کاله مخکې پیل شول ترڅو چې یوه نیمه میاشت مخکې دواړو خواوو په قطر کې افغانستان ته د سولې راوستو موافقه لاسلیک کړه.

خو د سولې پر وړاندې خنډونه تر اوسه هم پر ځای پاتې دي. افغان حکومت چې د روانې جګړې یو مهم لوری دی د سولې لپاره خپل شرایط په ډاګه مطرح کړي او د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو په ګډون په ډېرو مسایلو کې یې انعطاف هم ښودلی، خو د طالبانو خبره نن، دوه کاله او ۲۰ کاله مخکې یوه ده.

ایا د سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي؟ دا موضوع احمد تکل د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز له مرستیال حکمت اعظمي سره په مرکه کې څېړلې ده.

ښاغلی اعظمي د مرکې په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې آیا طالبان د سولې په مسئله کې په رښتیا جدي دي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:54 0:00
مستقیم لېنک
  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG