'د ځینو پروژو پېسې د کرونا ویروس سره پر مبارزه لګېږي'

هرات روغتون کې ډاکتران په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې لپاره په محافظتي جامو کې لیدل کېږي.

افغان حکومت وايي، د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ۱۳۹۹ لمریز کال بودیجې ته بیا کتنه کېږي.

د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار وحید عمر د یک شبنې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، ولسمشر غني په پام کې لري چې د ۱۳۹۹ کال په بودیجه کې د یو شمېر غیر ضروري پروژو پېسې د کرونا ویروس مبارزې ته ځانکړي کړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان ټوله بودیجه د بیا کتنې او تعدیل په حال کې ده، په هغه ځایونو کې چې غیر ضروري پروژې دي بودیجه د کرونا ویروس بودیجه ته انتقالېږي، زه تاسو ته په اټکلیز ډول ویلي شم چې شاید موږ نن شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ د کرونا لپاره ځانګړي کړو."

وحید عمر

ښاغلی عمر همداراز وايي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اړوندو بنسټونو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته شوې او ټول بنسټونه د عامې روغتیا وزارت سره پوره همکاري لري.

دا په داسې حال کې ده چې تازه اروپايي ټولنې له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې لپاره ۱۱۷ میلیونه یورو مرسته کړې.

همدا شان نړیوال بانګ هم په پام کې لري چې ۱۰۴ میلیونه ډالره له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.

مودې وړاندې امریکا هم له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې لپاره ۱۵ میلیونه ډالره د مرستې خبره کړې وه.

له دې مرستو سره سره افغان حکومت هم د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره شپږ میلیاردو شپږ سوه میلیونه افغانۍ هم ځانګړې کړي.

د ویلو ده چې دغه پېسې به د روغتونو په جوړلوو، د کرونا ویروس د تشخیص، د اضطراري حالت لپاره چمتوالی او د اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ځانګړي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کویډ- ۱۹ ناورغي کچه په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د یک شنبې په ورځ خبریالاتو ته وویل، چې تازه په ټول هېواد کې ۴۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

وحیدالله مایار

هغه وویل: "د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په افغانستان ۶۰۰ ته ورسېد، په کابل کې ۲۸، کندهار کې ۸ بلخ کې ۴، بامیان ۲ او په ننګرهار، هلمند او پکتیا ولایتونو کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې."

د عامې روغتیاو وزارت د معلوماتو له مخې تر دا مهاله ۱۸ کسه د دې ویروس له امله مړه شوي او ۳۸ نورو بېرته خپله روغتیا تر لاسه کړې.

په ورته وخت کې تېره ورځ د کابل والي وویل چې کابل ولایت به د دوه نورو اوونیو هم قرنطین وي.