ولسمشرۍ ماڼۍ: د ښځینه بندیانو خوشې کولو ته لومړیتوب ورکوو

ارشیف

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ښځینه بندیانو خوشې کول د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د بخښنې د نړیوال سازمان د غوښتنې په اړه وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف، د ښځینه بندیانو خوشې کول د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

په عامه اړیکو اوستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه د ولسمشر د فرمان په لومړي برخه کې د ښځو د خوشې کېدو مسئلې ته اشاره شوې ده.

وحید عمر

هغه زیاته کړه: "د ولسمشر په فرمان کې د کرونا ویروس د ګواښ په اړه له زندانونو څخه د ښځو خوشې کيدو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی، د فرمان لومړی مواد د ښځو په هکله دی، کوم شرایط چې د ښځینه بندیانو دي ډېر اسانه دي."

دا په داسې حال کې ده چې، د بخښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې په یوې خبرپاڼه کې له افغان حکومته غوښتي چې، له زندانونو څخه دې د ښځو خوشې کېدو ته لومړیتوب ورکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې، ښځې له ځانګړو ګواښونو سره مخ او ډېری یې اولاد لري.

دغه سازمان غوښتي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې د ښځینه بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د ولسمشر فرمان پلي کولو ته ډېر ژر تصمیم ونیول شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو سازمان، د ښځینه بندیانوپه خوشې کولو ټینګار کوي.

لعل ګل لعل

د دغه سازمان رییس لعل ګل لعل ازادي رادیو ته وویل: "زه هم د بخښنې د نړیوال سازمان غوښتنه تائیدوم او له حکومته غواړم چې د ښځینه بندیانو خوشې کولو ته ورکړي او د دې ترڅنګ دې نارینه بندیانو او ماشومانو ته هم پام وشي، دوی دې ډېر ژرخوشې شي داسې نه چې په کرونا ویروس اخته شي، بیا نو هېڅ ګټه نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا لس ورځې مخکې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر له زندانونو څخه د لس زرو بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړ.

په دغه ځانګړي فرمان کې د ښځو، ماشومانو، شدید ناروغان او هغه کسان چې عمر یې له ۵۵ کلونو نه ډیر وي، شامل دي.