له راستنو شویو افغان کډوالو او مسافرو سره د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنه

له پاکستانه د تورخم له لارې راستنېدونکي افغان مسافر

کرونا ویروس په چټکۍ په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون د پنجشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۹» وویل چې په ټوله نړۍ کې یو نیم میلیون وګړي په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي او د نړۍ په نږدې ۱۸۴ هېوادونو کې نږدې ۹۰ زره وګړي له دې امله مړه شوي دي.

کرونا ویروس سخت اخیستونکی دی او په اسانۍ له یوه وګړي بل ته ځي له دې امله، په ډله‌یيزو حرکتونو او غونډو بندیز دی.

په ایران کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته، زرګونه افغان کډوال چې هلته اوسېدل او بې‌کاره شوي وو، له وېرې او بې‌کارۍ افغانستان ته ستانه شوو.

په ډله‌یيز ډول د خلکو داسې ستنېدنه په هرات کې د کرونا ویروس د خپرېدو یو اساسي دلیل ګڼل کېږي. هرات د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې پېښې هلته ثبت شوې دي.

د سپین بولدک-چمن له لارې له پاکستان راستنېدونکي مسافر

په داسې حال کې، له پاکستانه د افغانو کډوالو ډله‌ییز راتګ د کرونا ویروس د لا خپرېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د پاکستان حکومت د تېرې دوشنبې په ورځ د سپین بولدک او تورخم لارې د افغان کډوالو لپاره خلاصې کړې.

ملګري ملتونه وايي چې له هغه راهیسې، په څلورو ورځو کې لږترلږه ۶۵ زره افغان کډوال د چمن او تورخم له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې (اوچا) په تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ نږدې ۱۱ زره کسان، د سې شنبې په ورځ ۱۵ زره او د چهارشنبې په ورځ څه باندې ۳۴ زره کسان پر پولو راواوښتل.

دې مسئلې په ننګرهار کې له چارواکو لاس او پښې ورک کړل.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي د چهارشنبې په ورځ د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د دومره کسانو د راتګ اټکل‌یې نه‌و کړی، خو هغه دا هم وویل چې اوس‌یې وضعیت تر کنټرول لاندې کړی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

تورخم کې ولې بشپړ قرنطین عملي نه‌شو؟

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان حکومت یا نړیوالې خیریه ټولنې د دې امکانات نه‌لري چې په یوه ځای دومره خلک د کرونا ویروس لپاره ټسټ یا معاینه کړي.

دې ستونزې ته خلک متوجې دي.

د ننګرهار یو اوسېدونکی ازادي راډیو ته وايي: "دا یو یا دوه وګړي نه‌دي، زرګونه کسان دي، تورخم باید بند شي. که د تورخم له لارې داسې ډله ډله خلک راتشي، دلته به هم د هرات وضعیت پېښ شي. تورخم دې وتړي."

خو هغه افغانان چې له پاکستانه را ستانه شوي، خپل دلایل لري.

د ننګرهار یوه اوسېدونکي د ازادي راډیو خبریال ته وویل: زه جوږ سړی یم، د تداوي لپاره پاکستان ته تللی وم، په تورخم کې شرایط خراب دي، دا مرض خو په ګڼه ګوڼه کې خپرېږي، نو دلته که پاتې شي، روغ سړی هم ناروغ کېدلائ شي. ښه ده چې هر یو خپلو کورونوته ورسېږو."

تورخم کې له پاکستانه راستنېدونکو مسافرو لپاره جوړ شوی قرنطین کمپ

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون پرون د اپرېل په ۹مه، وویل چې په پاکستان کې ۴۴۱۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې هم له دې امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له پاکستانه به دا ویروس افغانستان ته ولېږدول شي.

پنجشنبه وروستۍ ورځ وه چې تورخم او سپین بولدک لارې خلاصې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د هماهنګۍ ادارې ویلي چې په دې ورځ د هغو کډوالو شمېر ډېر کم و چې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ پر تورخم نږدې ۲۳۰۰ کډوال او سپین بولدک نږدې ۲۲۱۵ کډوال راستانه شوي دي. په ننګرهار کې د ستنو شویو کډوالو لومړۍ جوپه په کلیو او ولسوالیو کې ځاي پر ځای شوه.

په دې اړه نور: ننګرهار کې له پاکستانه د راستانه شويو مسافرو لپاره نوي تدابیر

په ننګرهار کې چارواکو ته دنده سپارل شوې چې ټول هغه وګړي چې په دې څلورو ورځو کې له حساب کتاب پرته راستانه شوي، معلوم کړي او په کورونو کې یې قرنطین کړي.

خو دا نه‌ده څرګنده چې له هغو کسانو سره به چې له معاینې پرته سپین بولدک او له هغه ځایه نورو سیمو ته تېر شوي، څه کېږي.