د پیسو نړیوال صندوق اټکل کوي چې د کرونا ویروس د سرایت له کبله نړۍ ښايي له داسې لوی اقتصادي بحران سره مخامخ شي چې ساری بهیې په تېرو ۹۰ کلونو کې نهدی لیدل شوی.
د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) مشرې پرون وویل چې د کرونا ویروس د وبا له کبله د نړۍ راتلونکې ناڅرګنده ښکاري او خبرداری یې ورکړ چې ښايي وضعیت تر دې هم خراب شي.
کریستالینا جورجیوا پرون د اپرېل په نهمه په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په سږني ۲۰۲۰ کال کې د دغه بحران ساری به د ۱۹۲۹ او ۱۹۳۳ کلونو ترمنځ له ستر اقتصادي کړکېچ څخه په راوروسته کلونو کې نهوي لیدل شوی.
مېرمن جورجیوا دا وینا داسې مهال کوي چې له نړیوال بانک سره د 'ای اېم اېف' ګډه پسرلنۍ غونډه راتلونکې اوونۍ په پام کې ده. دا غونډه د کرونا ویروس د محدودیتونو له کبله د وېډیو کنفرانس له لارې پلان شوې ده.
د پیسو نړیوال صندوق مشرې وویل چې په روان کال کې به د ټولې نړۍ اقتصادي وده په چټکۍ سره په شا ولاړه شي او د دې نړیوالې مالي مؤسسې له ټولو ۱۸۰ غړو هېوادونو څخه په ۱۷۰ کې بهیې د سړي سر کلنی عاید په کمېدو شي.
هغې هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې وضعیت ښه شي.
Over 170 countries are expected to see negative per capita income growth this year. Three months ago: 160 expected to see positive per capita income growth. Read the latest on our look ahead in @KGeorgieva’s speech before the #IMFMeetings. https://t.co/4WmYD9DZsO #coronavirus pic.twitter.com/PYdVEix8em
— IMF (@IMFNews) April 9, 2020
مېرمن جورجیوا زیاتوي: "هېڅ شک نهشته چې ۲۰۲۰ کال به په بېساري ډول ستونزمن وي. که دا وبا د کال په دوهمه نیمايي کې مخ په ځوړ شي، نو ورسره به د کرونا ویروس د مخنیوي اقدامات هم په تدریجي ډول په کمېدو شي چې له دې سره به اقتصاد وغوړېږي، نو هغه مهال به زموږ ابتدايي تصور دا وي چې ۲۰۲۱ به د نسبي ښېګڼې کال وي."
که څه هم یو شمېر هېوادونو د کرونا ویروس د اقتصادي اغېزو د کمولو لپاره د شااوخوا اته تریلیون ډالرو په ارزښت پلانونه تر لاس لاندې نیولي دي، خو د 'ای اېم اېف' مشرې پر حکومتونو غږ وکړ چې داسې اقتصادي امکانات برابر کړي چې د اوسنيو ستونزو له کبله پر بزنسونو د راتلونکو ناوړه اغېزو مخنیوی وکړي.
تمه ده چې د پیسو نړیوال صندوق د اپرېل په ۱۴مه نېټه د خپلو غړو هېوادونو لپاره په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې د نړیوال اقتصاد په اړه خپل خواشینوونکی اټکل خپور کړي.
دې راپور چې جزئیاتیې په جنوري میاشت کې د کرونا وبا له خپرېدو مخکې راټول شوي وو، د دې کال لپاره په سلو کې د ۳،۳ او د راتلونکي ۲۰۲۱ کال لپاره په سلو کې د ۳،۴ ودې اټکل کړی و.