د سیاسي بحران د حل لپاره ولسمشر غني ته د یو شمېر ښځو پرانیستی لیک

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله

یو شمېر ښځینه فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې له ولسمشر غني غوښتي تر څو د ملي ګټو او له سیاسي بحران د مخنیوي لپاره دې ژر د تفاهم لاره خپله کړي.

په دې لیک کې ټینګار شوی چې د کرونا بحران ته په کتو که د هېواد دوه سیاسي مشران هوکړې ته ونه‌رسېږي او دا بحران حل نه‌کړي دا هېواد به له انساني ناورین سره مخ شي.

دغه ښځینه فعالانې چې د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي تفاهم رامنځته کولو لپاره هڅې کوي، د دوی دواړو د جنجالونو د راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.

دا لیک سیما سمر، ثریا صبحرنګ، شفیقه حبیبي، محبوبه سراج، روشن سیرن، پلوشه حسن، شاه ګل رضایي، حمیرا ایوبي، سلامت عظیمي، روشن مشعل او نجیبې ایوبي ټولو یوځای ولسمشر غني ته لېږلی دی.

سیما سمر

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وایي هڅه‌یې کوله چې د سیاسي جنجالونو د حل لپاره د مرکچي په توګه له ولسمشر غني سره وګوري، خو وروسته له هغې چې له ولسمشرۍ ماڼۍ نه‌یې ځواب ترلاسه نه‌کړ، ولسمشرۍ ماڼۍ ته‌یې لیک واستاوه.

سیما سمر د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۰» زیاتوي: "موږ کوښښ وکړ چې منځګړیتوب وکړو او دوه ټاکنیز ټکټونه نږدې کړو او په هېواد کې دې لا بحران مخه ونیسو، ځکه چې له دې وضعیت څخه مخالفین لا ګټه اخلي، هغه لیدنه کې چې له ښاغلي عبدالله عبدالله سره مو درلوده هغه ژمنه وکړه چې شخصي ګټې یې له ملي ګټو لوړې نه‌دي، خو له ولسمشرۍ ماڼۍ سره له پرله‌پسې اړیکو وروسته مو هم ځواب ترلاسه نه‌کړ او بالاخره مو پرېکړه وکړه چې لیک واستوو."

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم

اغلې سمر وایي چې د سیاسي اختلافاتو دوام طالبانو ته فرصت برابر کړی چې له شته وضعیت څخه ګټه پورته کړي، دا وضعیت به هېواد له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

دغه لیک کې چې فعالو ښځو ولسمشر غني ته استولای په‌کې راغلي چې له دوی سره د ولسمشر غني نه‌لیدل په دې ټېنګار کوي چې لا هم د ښځو سره دوه ګونی چلند کېږي.

د دې لیک یوه بله لاسلیک کوونکې ثریا صبحرنګ بیا وایي چې له بېلا بېلو لارو به خپلو حق غوښتنې ته ادامه ورکړي.

مېرمن صبحرنګ زیاتوي: "هغه څه چې موږ لا اندېښمن کوي هغه دا چې افغانستان له هرې خوا خطرونه محاصره کړ او په ورته وخت کې د سیاسي جنجالونو نه‌حل کېدل دي، هېواد روان وضعیت د نړۍ تر پوښتنې لاندې راغلی، د سولې پروسه او د کرونا بحران باید لومړیتوبونو کې وي، د ځواب نه‌ترلاسه کولو موږ خوابدې کړي یو او د سولې پروسه کې به د ښځو ونډه څنډې ته پاتې شي."

د افغان ولسمشر ویاند دوا خان مینه‌پال

له دې ټولو سربېره د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل: "حکومت په پرله‌پسې توګه کوښښ کوي چې شته جنجالونه د مذاکراتو له لارې حل کړي، نو په دې منظور د معقولو غوښتنو لپاره د خبرو لار پرانیستې ده."

یو شمېر سیاسي څېرو پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره څو ځلې لیدلي دي.

خو لیدل کېږي چې دې لیدنو کومه ښکاره پایله نه‌ده ورکړې.