ننګرهار کې له پاکستانه د راستانه شويو مسافرو لپاره نوي تدابیر

Your browser doesn’t support HTML5

تورخم کې ولې بشپړ قرنطین عملي نه‌شو؟

د ننګرهار چارواکي وایي، مسؤلینو ته دنده ورکړل شوې ټول هغه کسان چې له پاکستانه بې له روغتیایي څېړنو او ټسټونو راستانه شوي، پیدا او له کوره د وتو اجازه ورنه‌کړي.

دوی وایي، د مسافرو زیاتې ګڼې ګوڼې او د تمې خلاف په زیاته کچه د مسافرو راتګ‌یې په تورخم کې نیول شوي ترتیبات له ستونزو سره مخ کړل او بې له دې چې څېړنه او ارزونه‌یې وشي، ننګرهار ته داخل شول.​

د ننګرهار چارواکي اندېښنه ښيي چې تېره ورځ د تورخم له لارې په یو مخیز ډول ۸ زره مسافر بې له دې چې طبي څېړنې یې وشي، راستانه شوي او کورونو ته تللي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل، اوس په تورخم کې د راستنېدونکو لپاره د دوی د چمتووالي چارې په عادي شکل روانې دي او کومه ستونزه نه‌لري.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

هغه زیاته کړه: "موږ په تورخم ښارګوټي کې په روغتیایي، امنیتي او خدماتي برخو کې پوره چمتووالی نیولی و چې له مخې په لومړۍ ورځ د زرو کسانو ښه پلټنه او روغتیایي ټسټونه هم وشول، خو متأسفانه له اخوا ۸ زره کسان په حجومي توګه پرته له دې چې چک شي یا دخولي او خروجي یې وشي، د تورخم له دروازې رادننه کېږي، هېڅ ډول تعقیب‌یې نه‌دی شوی، مونږ یې هم په تشویش کې یوو، خو له راغلو مسافرو غواړو چې په کورونو کې پاتې شي، موږ په مرکز او ولسوالیو کې مسؤلینو ته دنده سپارلې چې دغه کسان پیدا او له کورونو دباندې د راوتو اجازه ورنه‌کړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې پرون سې شنبه د تورخم د ښاروالۍ مسؤلینو ویلي وو چې د راستنېدونکو مسافرو لپاره په دغه ښارګوټي کې د قرنطین ترتیبات د مسافرو د کچې د زیاتوالي له امله له ستونزو سره مخ شول.

د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل تېره ورځ ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل، سره له دې چې له پاکستاني لوري سره په دې اړه همغږي شوې وه چې له زرو تر یو نیم زر کسانو پورې مسافرو ته هره ورځ د راتګ اجازه ورکړي، خو زیاتوي چې له شپږ زرو زیاتو مسافرو ناڅاپي راتګ د دې لامل شو چې ورته جوړ شوي ترتیبات له خنډونو سره مخ شي.

د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل

بله‌خوا د ننګرهار اوسېدونکي وایي، په داسې حساس وخت کې چې د کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، په‌کار نه‌وه چې د تورخم دروازه دې خلاصه او خلکو ته دې د راتګ اجازه ورکړل شوې وی.

دوی زیاتوي، اوس هم وخت دی چې دروازه بېرته وتړل شي او که داسې ونه‌شي، نو ننګرهار به د هرات له برخلیک سره مخ شي.

یو له دغو کسانو فرید زیاته کړه: "ښه خبره دا ده چې تورخم دروازه تر اوسه پاکستان تړلې وه او اوس‌یې افغانستان وتړي، ځکه دا د ۱۰ یا ۲۰ کسانو د راتګ موضوع نه‌ده چې کنټرول دې کړای شي، دا خو د زرګونه کسانو د راتګ خبره ده، کېدای شي کرونا ویروس ورسره را انتقال شي، که دروازه ونه‌تړل شي، نو د ننګرهار انجام به هم د هرات په څېر شي."

په ورته مهال راستانه شوي مسافر وایي، په تورخم کې د دوی لپاره په جوړ شوي کمپ کې په اوسېدو سره به روغ کسان هم د کرونا په ناروغۍ اخته شي.

دوی وایي، هلته د تم کېدو او قرنطین پر ځای دې خلکو ته کورونو ته د تګ اجازه ورکړل شي ترڅو د ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي او روغ کسان په ناروغۍ اخته نه‌شي.

تورخم کې د راستنېدونکو مسافرو لپاره جوړ شوی قرنطین کمپ

یو له دغو مسافرو وايي: "روغ او ناروغ نه‌ګوري او په خیمو کې یې اچوي، لاسي خلک ناروغه کوي، ځکه دا مرض د ارتباطاتو او ګڼې ګوڼې له کبله انتقالېږي، موږ روغ او جوړ خلک یوو، موږ خوښ او د دې طرفدار یوو چې خلکو ته اجازه ورکړل شي، څو خپلو کورونو ته ولاړ شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د چارواکو په خبره، په ځانګړي قرنطین ځای کې هغه کسان چې د کرونا ویروس نښې په‌کې ولیدل له هغو چې دغه نښې ونه‌لري، په جلا جلا ځایونو کې د قرنطین ترتيبات ورته په پام کې نیول شوي وو.

د ننګرهار د چارواکو د معلوماتو له مخې، راستنو شویو لپاره په تورخم کې بشپړ چمتووالی نیول شوی، له روغتیایي پرسونله نیولې د اوسېدو تر ځای او خوراکي توکو پورې هر څه ورته په پام کې نیول شوي دي.