د طالبانو خبرداری: له کابله خپل تخنیکي پلاوي بېرته غواړو

ارشیف، قطر کې د طالبانو د پلاوي یو شمېر غړي

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې خبرې له ناکامۍ سره مخامخ شوې دي.

طالبانو خبرداری ورکړی چې خپل تخنیکي پلاوی به بېرته له کابله وروغواړي، خو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت هیله‌من دی چې د ستونزو سربېره به بیا هم د زندانیانو د تبادلې خبرې مخته ولاړې شي او د سولې پراخو خبرو ته به لار پرانیستل شي.

د طالبانو تحریک له افغان حکومت سره د زندانیانو د تبادلې پر سر خبرې ودرولې.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېر ماښام په ټویټر کې ولیکل چې د سولې د لاسلیک شوې توافق‌نامې له مخې باید د طالبانو زندانیان مخکې خوشې شوي وی او بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شوې وی، خو د شاهین په وینا چې د دوی مخالف لوري د بندیانو ازادېدل په لوی لاس ځنډوي او د سولې له توافق‌نامې سرغړونه کوي چې له همدې امله طالبان سمدستي له کابل څخه خپل تخنیکي ټیم بېرته ورغواړي.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولې بهیر مه‌ګډوډوئ او بهانې مه ورته لټوئ. ښاغلي فیصل ازادي راډیو ته په رالېږلي بیان کې دا هم ویلي دي چې حکومت د سولې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی او له طالبانو سره د بندیانو د خوشې کېدو پر سر خبرې حساسې مرحلې ته داخلې شوې دي چې له دې خبرو د طالبانو په شا تګ دا معنی لري چې مخالف لوری د سولې د خبرو په برخه کې جدي نه‌دی.

خو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي ازادي راډيو ته تېره شپه ناوخته وویل چې لا هم هیلې شته چې د زندانیانو د تبادلې چارې به مخته ولاړې شي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي

هغه زیاته کړه: "فعلاً د بندیانو د خلاصون پروسه د دواړو تخنیکي ټیمونو ترمنځ درېدلې ده، خو زه هیله‌من یم چې ان‌شاءالله دا پروسه به شروع کېږي او د زندانیانو د تبادلې پروسه به له دواړو لورو پيل کېږي، خدای دې وکړي چې دا دې باعث شي چې واقعي صحیح بین‌الافغاني مذاکراتو ته ولاړ شو."

د طالبانو درې کسیز تخنیکي پلاوي او د هغوی دوو تنو نورو د افغان حکومت له استازو سره تېره اوونۍ په کابل کې د زندانیانو د تبادلې پر سر خبرې پیل کړې. ټاکل شوې وه چې دا تبادله د مارچ په ۱۰مه وشي.

د افغانستان حکومت چارواکي وایي چې د طالبانو تخنیکي پلاوی د یو شمېر هغو قوماندانانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي چې په وروستیو کلونو کې دې کسانو په ډېرو خونړیو بریدونو کې لاس درلود.

د دې مذاکراتو له ماتېدو سره ښایي په افغانستان کې شخړې زیاتې شي او ممکن هغه پلان ته ګواښ پېښ کړي چې له مخې‌یې امریکایي پوځیان له افغانستانه وځي.

امریکايي سرتېري

د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو چې له مخې‌یې امریکایي لوري موافقه کړې ده چې خپل پوځیان به د ۱۴ میاشتو په ترڅ کې له افغانستانه باسي.