ټرمپ د امریکا د استخباراتي کړیو سر څېړونکی له دندې لیرې کوي

مایکل اټکنسن

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر کانګرس ته خبر ورکړی چې د امریکا د ټولو استخباراتي کړیو سرمفتش (سر څېړونکی) مایکل اټکنسن له دندې لیرې کوي.

مایکل اټکنسن په کانګرس کې د ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه د بحثونو په پیل کې مهم رول درلود.

مایکل اټکنسن لومړی وګړی و چې د امریکا کانګرس ته‌یې د اوکراین له ولسمشر سره د ډونالد ټرمپ د خبرو په اړه پټ معلومات ورکړل.

اټکنسن ته دا معلومات له داسې سرچینې چې هویت‌یې پټ ساتل شوی، رسېدلي و.

داسې سرچینو ته چې ډېر حساس معلومات د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط، شریکوي، وېسل بلوور ویل کېږي.

دې وېسل بلوور اټکنسن ته شکایت کړی و چې د امریکا ولسمشر پر اوکراین فشار راوستی چې په اوکراین کې د جوبایډن د زوی هنټر بایډن د کار په اړه څېړنې وکړي.

مایکل اټکنسن کانګرس ته ویلي و چې دی فکر کوي چې ور رسېدلي معلومات معتبر دي او باید په بېړني ډول وکتل شي.

د هغو معلوماتو یوه برخه وروسته خپره شوه.

هلته ویل شوي وو چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای په میاشت کې د اوکراین نوي ټاکل شوي ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ته ټیلیفون کړی و او ورته ویلي یې و چې د هنټر بایډن په اړه چې په اوکراین کې یې کار کاوه، معلومات راټول کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

جوبایډن د ډیموکرات ګوند غړی او د ټرمپ مهم سیاسي رقیب دی.

دې مسئلې د امریکا د کانګرس په استازو مجلس کې د ټرمپ د استیضاح په اړه بحثونه پیل کړل.

خو د امریکا سنا د جمهوري غوښتونکو په لاس کې ده.

له دې کبله سنا د فبرورۍ په میاشت کې ډونالد ټرمپ ته برائت ورکړ.

ډونالد ټرمپ په هغه لیک کې چې د جمعې په ورځ‌یې د سنا د استخباراتو کمېټې ته استولی، لیکلي چې ده ته مهمه ده چې پر هغو کسانو چې د استخباراتو په کړیو کې د تفتیش او څار مسؤلیت لري د اعتماد وړ وي.

د امریکا د سنا مجلس یو تصویر

ټرمپ ویلي د مایکل اټکنسن په برخه کې د باور احساس نه‌لري.

لیک د امریکا د سنا د استخباراتو د کمېټې د مشر ادم شېف او د سنا ډیموکرات غړي ډېوېډ نونیس ته استول شوی دی.

ادم شېف د کالیفورنیا ایالت له ډیموکراتانو دی.

هغه ویلي چې د ولسمشر ټرمپ دا کار د امریکا د استخباراتي کړیو د خپلواکۍ د کمزوري کولو او له داسې چا د غچ اخیستلو څرګنده هڅه ده چې د ادم شېف په وینا، د ولسمشر د ناسم چلند په رسوا کولو کې یې رول درلود.

ډونالد ټرمپ سنا ته په لیک کې ویلي چې د اټکنسن پر ځای به داسې بل وګړی وټاکي چې د ده لپاره د باور وړ وي.