د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۲

نړۍ

د امریکا سنا د 'ایران ضد عملیاتو په تړاو' یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د امریکا سنا
د امریکا سنا

د امریکا سنا یو پرېګړه‌لیک چې د دواړو ګوندونو له لوري وړاندې شوی و، پاس کړ.

دا پرېکړه‌لیک د ایران پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو په تړاو د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ صلاحیت محدودوي.

د پرېکړه‌لیک متن له ویرجینیا څخه ډیموکرات سناتور تیم کاینې لیکلی دی.

په پرېکړه‌لیک کې ویل شوي چې جمهور رئیس ټرمپ باید د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل لپاره د کانګرس هوکړه ترلاسه کړي.

سناتور کاینې او نورو کسانو چې د پرېکړه‌لیک ملاتړ یې کړی، ویلي چې د پرېکړه‌لیک هدف یوازې ولسمشر ټرمپ نه‌دی، بلکې هدف‌یې دا دی چې په راتلونکي کې د امریکا له لوري د جګړې د پرېکړې په تړاو د کانګرس صلاحیت او قدرت زیات شي.

سناتور تیم کاینې زیاتوي: "موږ باید په جګړه کې د ګډېدو پرېکړه د محتاطانه غور له مخې وکړو. یو شمېر کسان داسې فکر کوي چې دا پرېکړه‌لیک د ټرمپ لاسونه تړي، خو په واقعیت کې دا د جمهور رئیس ټرمپ لپاره نه، د کانګرس لپاره ده."

د دې پرېکړه‌لیک د تصویب لپاره ۸ جمهوري غوښتونکو سناتورانو له ډیموکراتانو سره لاس یو کړ او پرېکړه‌لیک له ۵۵ څخه په ۴۵ مثبتو رایو تصویب شو.

د امریکا د اساسي قانون له مخې، د جګړې اعلان د کانګرس صلاحیت دی نه د ولسمشر.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په دومینیکن جمهوریت کې د یو نایټ کلپ د چت د نړیدو په پېښه کې ۹۸ کسان وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي

د دومینیکن جمهوریت چارواکي وايي چې د دې ټاپو په پلازمېنه کې د یوه نایټ کلپ د چت تر نړېدو وروسته، لږ تر لږه ۹۸ تنه وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د «جېټ سِټ» په نوم نایټ کلپ چت د سې شنبې سهار وختي د سانتو دومینګو په ښار کې راپریوت، او ژغورونکې ډلې لا هم د ملبې لرې کولو او د مړو او ټپیانو د راایستلو په حال کې دي.

ویل شوي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې هلته یو کنسرت روان و، او یو شمېر سیاستوال، ورزشکاران او نور کسان پکې ګډون درلود.

خوان مانوئل مندز، چې د بیړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز مشر دی، د سې شنبې شپې وویل: "موږ د ملبې د لرې کولو او د خلکو د موندلو کار ته دوام ورکوو. موږ به پرته له ستړیا خلکو ته د رسېدو هڅه کوو."

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ کسانو پورې په دغه کلپ کې موجود وو، چې دا مرګونه پیښه د سې شنبې د سهار شاوخوا ۱۲:۴۴ بجې رامنځته شوه. دغه کلپ د ۷۰۰ ناستو چوکیو او شاوخوا ۱۰۰۰ ولاړو کسانو ظرفیت لري.

د دومینیکن جمهور رئیس څو ساعته وروسته د پېښې ځای ته ولاړ او درې ورځنی ملي ماتم یې اعلان کړ.

د کلپ اداره په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې پېښې د څېړنې په برخه کې به له چارواکو سره «په بشپړه او شفافه توګه» همکاري کوي.

دومینیکن جمهوریت، چې د کارائیب په سیمه کې یو له مهمو سیاحتي ځایونو څخه شمېرل کېږي، په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۱ میلیونو ډېر سیلانیان ورغلي دي.

سياحت د دې ټاپو د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.

واشنګتن: له ایران سره په غونډه کې برخه اخلو، خو دا مذاکرات نه دي

ویټکاف
ویټکاف

متحده ایالاتو تایید کړه چې د دوی ځانګړی استازی سټیف ویټاکاف به د شنبې په ورځ له ایراني پلاوي سره په غونډه کې برخه واخلي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، متحده ایالاتو ټینګار کړی چې ویتکاف به د غونډې په جریان کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه غوښتنې راپورته کړي او هیڅ ډول خبرې اترې به ونه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټمي بروس د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ویتکاف، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملګری چې د غزې او اوکراین په جګړو کې یې د هغه د استازي په توګه هم دنده ترسره کړې، د شنبې په ورځ په عمان کې له ایراني لوري سره ګوري.

د فرانس پریس اژانس د خبر له مخې، میرمن بروس، د خبرو اترو له پیل څخه مخکې سخت دریځ غوره کړ، ویې ویل: د شنبې په ورځ به یوه غونډه وي، خو "هیڅ مذاکرات نه شته."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي چې هغه باور لري که چیرې واشنګټن ښه نیت وښيي نو اسلامي جمهوریت کولی شي له امریکا سره یوې موافقې ته ورسیږي.

امریکا له روسیې سره د سفارتونو د فعالیتونو په تړاو خبرې کوي

په واشنګتن کې د ټمي بروس خبرې غونډه
په واشنګتن کې د ټمي بروس خبرې غونډه

د امریکا متحد ایالتونه او روسیه به پنجشنبه( د اپریل ۱۰) د ترکیې په استانبول کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو په تړاو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټمي بروس د سې شنبې په ورځ په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل چې د مسکو او واشنګتن پلاوي به د سفارتونو د چارو د فعالیتونو په اړه د دوهم ځل لپاره سلامشورې وکړي.

اغلې بروس زیاته کړه چې په دې خبرو کې به پر بلې هیڅ سیاسي یا امنیتي موضوع بحث ونه شي او نوموړې ټینګار وکړ چې د اوکراین جګړه په دې اجنډا کې بیخي شامله نه ده.

ارسنل، ریل مادرید ته او انترمیلان مونیخ ته د اروپا د فوټبال په اتلولۍ کې ماتې ورکړه

د اروپا د فوټبال د اتلولۍ لوبو په ترڅ کې تیرماښام د انګلستان ارسنل د اسپانیا ریل ماردید ته درې د صفر په وړاندې ماتې ورکړه او په بل کوارټرز فاینل کې د جرمني بایرن مونیخ د ایټالیا له انټرمیلان څخه دوه د یوه په مقابل کې ماتې وخوړه.

د دې اتلولۍ په ترڅ کې نن هم د کوړارټرز فاینل دوې لوبې ترسره کیږي،

یوه د اسپانیا د بارسلونا او د جرمني د دورتموند ترمنځ ده بله یوه د فرانسې د پاریس سنت جرمان او د انګستان د استن ویلا ترمنځ.

ننۍ لوبې د شپې نهه بجې پيلیږي.

ایران تایید کړه چې له امریکا سره په لوړه کچه مذاکرات کوي

د ایران او امریکا بیرغونه
د ایران او امریکا بیرغونه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې له ایران سره یې مخامخ خبرې پیل کړې دي او په لویه کچه به د اپریل په دولسمه مذاکرات وشي.

ډونالډ ټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره پرون په سپینه ماڼۍ کې د ګډ خبرې کنفرانس پرمهال دا خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم دا خبره تایید کړه چې ټاکل شوې ده د اپریل په دولسمه یوه غونډه وشي.

ښاغلي عراقچي د ولسمشر ټرمپ تر خبرو لږ وروسته په ایکسپاڼه کې ولیکل چې ایران او متحد ایالتونه به د شنبې په ورځ په عمان کې په لوړه سطحه غیر مستقیم مذاکرات وکړي.

ایران له څو اونیو راهیسې دا خبره کوي چې غیرمستقیمې خبرې دې وشي او وایي، تر هغو چې ټرمپ د اعظمي فشار خبره کوي، مخامخ خبرو ته به چمتو نه شي.

د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې پر همکاریو ټینګار وکړ

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار د دواړو هیوادو ترمنځ له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو پردوام ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې د دغه وزارت د ویاندې ټامي بروس په وینا راغلې دي چې پرون د ټیلفوني مکالمې پرمهال ښاغلي روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار څخه چې د صدراعظم مرستیال هم دی مننه وکړه چې د داعش خراسان غړی محمد شریف اله یې نیولی او امریکا ته سپارلی دی.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په لومړیو کې کانګرس ته په وینا کې د شریف اله د نیولو خبر ورکړی و.

ښاغلي ټرمپ کانګرس ته د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې په لومړۍ وینا کې محمد شریف اله یو ترهګر وباله چې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په شپږ ویشتمه یې د کابل هوایي ډګر ته څیرمه په هغه ځان مرګي برید کې لاس درلود چې دیارلس امریکایي پوځیان او شاوخوا یوسل او اویا افغانان ووژل شول.

د دې برید مسوولیت داعش منلي و.

د ۱۵ بشرپالو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي

د مرستندویانو د ویډیو یو انځور
د مرستندویانو د ویډیو یو انځور

په غزه کې د ۱۵ بشرپالو مرستندویانو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي او وايي تېروتنه شوې.

اسراییلي پوځ مخکې ویلي وو چې عسکرو یې د مارچ په ۲۳مه د فلسطین د سره صلیب په موټر کې سپاره د حماس نهه وسله وال وژلي.

له دې پېښې یوه خپره شوې ویډیو چې د یوه وژل شوي کس له مبایله ترلاسه شوې ښيي چې مرستندویان په خپلو نښاني شویو موټرو کې دي او څراغونه یې هم روښانه دي.

د اسراییلو پوځي چارواکو ویلي دوی ته جوته شوې چې له برید مخکې لومړني رسېدلي معلومات ناسم وو او اوس یې په اړه څېړنې کوي.

د پنځلسو وژل شویو مرستندویانو مړي په یوه ډله ییز قبر کې موندل شوي.

خو رسنیو ته اسراییلي پوځ د جزییاتو له ورکړې پرته دا ادعا هم کړې چې له وژل شویو ۱۵ کسانو شپږ د وسله والو ډلو غړي وو.

د مصر، اردون او فرانسې مشران نن د غزې پر وضعیت بحث کوي

د ورانې شوې غزې یوه څنډه
د ورانې شوې غزې یوه څنډه

ټاکل شوې د فرانسې، مصر او اردون مشران نن دوشنبه په قاهره کې د غزې پر وضعیت وروسته تر هغه بحث وکړي چې اسراییلو یوځل بیا پر دې تړانګه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) قاهرې ته ورسېد او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یې وکتل.

مکرون به سبا سه شنبه، غزې ته نژدې، د مصر ایل اریش بندر ته ولاړ شي او هلته به د غزې د بشري وضعیت جاج واخلي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د فرانسې ولسمشر ویلي، د غزې پر وضعیت به پراخ بحثونه وکړي او په خبره یې د دغې جګړې په پای ته رسولو کې مصر او اردون مهم رول لري.

اسراییل د مارچ له ۱۸مې او د یوه لنډمهاله اوربند له نافذېدو را په دې خوا یوځل بیا پر غزې پراخ بریدونه پيل کړي.

ایران یو وار بیا له امریکا سره مستقیمې خبرې رد کړې

د امریکا او ایران بیرغونه
د امریکا او ایران بیرغونه

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو تر غوښتنې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له واشنګټن سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اپریل په شپږمه په خپره شوې اعلامیه کې، عباس عراقچي ویلي چې تهران چمتو دی له واشنګټن سره غیر مستقیمې خبرې وکړي.

هغه ویلي: «ایران ځان د ټولو ممکنه یا احتمالي پیښو لپاره چمتو ساتي، او لکه څنګه چې په ډیپلوماسۍ او خبرو اترو کې جدي دی، دا به د خپلو ملي ګټو او حاکمیت په دفاع کې هم قاطع او جدي وي»

د عراقچي څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه راغلې چې ټرمپ له تهران سره د "مستقیمو خبرو " غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا ډول خبرې به "ګړندۍ" وي او د منځګړو کارولو په پرتله به غوره تفاهم چمتو کړي.

د ایران سږنی مرګونی نوروز؛ ۸۸۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه شوي

ایران کې د ټکر یوه صحنه
ایران کې د ټکر یوه صحنه

ایران کې د سږني نوروز د رخصتیو پر مهال ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۸۸۰ کسان مړه او څه باندې ۲۰ زره نور کسان ټپیان شوي.

د ایران د لویو لارو د پولیسو چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې د نورو د شلو ورځو رخصتیو پر مهال لږ تر لږه ۱ میلیون ټرافیکي پېښې شوي.

د نوروز پر مهال د ایران په لویو لارو د موټرو تګ راتګ څو برابره کېږي چې ورسره د ټرافیکي پېښو او مرګژوبله شمېر هم د پام وړ لوړ ځي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG