ایا طالبان د سولې خبرو ته ژمن دي؟

ارشیف، د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې د موافقې د لاسلیک یوه میاشت پوره شوه، خو دې ډلې لا هم له موافقې سره سم د افغانستان له حکومت سره خبرې نه‌دي پیل کړي.

طالبانو د خبرو پیلولو پر ځای د حکومت له لوري د ۲۱ کسیز مرکچي پلاوي له اعلان سره مخالفت کړی. حال دا چې اکثرو ډلو، خواوو او مطرح سیاسي شخصیتونو چې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام ملاتړ کوي، د حکومت له لوري د اعلان شوي مرکچي پلاوي ملاتړ کړی دی.

طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه له امریکا سره د سولې له موافقې وروسته د افغانستان په بېلابېلو برخو کې حملې زیاتې کړې دي.

دې ډلې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۸» په یوه خبرپاڼه کې وویل "موږ به یوازې له هغې مرکچي ډلې سره خبرو ته کېنو چې زموږ له موافقو سره سمه وي او د ټاکل شویو اصولو پر اساس وي."

په قطر کې له طالب پلاوي سره د هوکړې لاسلیک

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې او ملګرو ملتونو پخواني سلاکار مایکل سمپل وايي، د طالبانو اعمال ښيي چې دوی د اسلامي امارت د جوړولو له هدفه تېر شوي نه‌دي.

دی همداراز وايي چې د یوه هر اړخیز او ټول‌شموله حکومت په اړه د طالب مشرانو له‌خوا ځیني وخت خوشبینانه بیانونه هېڅکله د دوی رښتیانۍ ستراتېژي نه‌ده.

ده د ازادي راډیو ګندهارا وېب‌پاڼې سره په مرکه کې وویل: "کله چې وینو د طالبانو تحریک حتی د قطر له موافقې وروسته هم د جګړې لارې ته دوام ورکوي چې وار دمخه‌یې په ټول افغانستان کې د جګړې اور تود کړی دی، باید په دې حیرانه نه‌شو. دوی د دې لپاره جګړې ته دوام ورکوي چې خپل اسلامي امارت بیا واک ته ورسوي."

ښاغلی سمپل چې اوس د بریتانیا د بلفاست په کوین پوهنتون کې استاد دی؛ وايي، د افغانستان له حکومت سره د خبرو په اړه د طالبانو هغه ژمنه چې د دوحې په موافقه کې یې کړې وه په دې خاطر زیانمن شوې چې دا ډله پر جګړې اتکا کوي او که دوی په همدې دریځ د خبرو مېز ته حاضر هم شي، د خبرو اترو د بریالیتوب چانس خورا لږ دی.

ده همداراز وویل، طالبان حاضر دمه له ځان سره داسې محاسبه کوي چې دوی له نورو افغانانو سره خبرو ته اړتیا نه‌لري.

ښاغلی سمپل زیاتوي: "طالبانو دا په ډاګه کړې چې دوی دې موافقې ته چې له امریکایانو سره‌یې کړې ده، لېواله دي، خو یوازې د دې لپاره چې د هغې پر اساس امریکایي پوځیان له افغانستانه وځي. دوی فکر کوي چې امریکا ته‌یې ماتې ورکړې او باور لري چې له دې کبله چې امریکایانو ته‌یې ماتې ورکړې، نو دا دوی حق دی چې ټول هېواد ونیسي."

د طالبانو پخواني قوماندان او د قطر د مرکچي پلاوي غړي ملا فاضل د مارچ په ۲۵مه نېټه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې همدا ډول احساس څرګند کړ.

قطر کې د طالبانو د پلاوي یو شمېر غړي

ده چې په پښین کې طالبانو ته وینا کوله، له امریکا او د افغانستان له حکومت سره په راتلونکو خبرو کې د طالبانو سرې کرښې داسې په ګوته کړې: "د راتلونکي حکومت امیر یا مشر به زموږ له‌خوا وي. اسلامي امارت به وي او شرعي نظام به وي. موږ به د خپلو شهیدانو قربانۍ ضایع نه‌کړو. که خدای کول موږ بریالي کېږو."

ده په عین حال کې وویل چې هغو افغانانو ته به په حکومت کې ځای ورکړي چې د طالبانو لپاره کار کوي.

دغه پخواني طالب قوماندان چې یوه موده‌یې په ګوانتانامو کې هم تېره کړې، ټینګار وکړ "طالبان به د کابل له حکومت سره یوځای نه‌شي، بلکې د هغوی ځینو کسانو ته به د وزارت یا کومه بله څوکۍ ورکړو."

د نړیوالو بحرانونو ډلې په خپل یوه تازه تحلیل کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د څلورو لسیزو د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خبرو اترو سره مقاومت ښودلی دی.

د نړیوالو بحرانونو ډله

خو ښاغلي سمپل وايي، د خبرو له لارې به د افغانستان شخړه هغه وخت حل شي چې طالبان دا درک کړي چې د جګړې له لارې د افغانستان حکومت پرځولی نه‌شي.