هندي رسنۍ: په کابل کې د سېکهانو په درمسال برید کونکی هندی و

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له قوله، په دې برید کې ۲۵ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.

هندي رسنۍ وايي، په کابل کې د سېکهانو په درمسال برید کونکی هندی و چې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې له داعش ډلې سره یوځای شوی و.

په کابل کې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سېکهانو په درمسال برید کوونکی هندي الاصله محسن و چې دوه کاله وړاندې په کونړ ولایت کې د داعش ډلې سره یو ځای شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له قوله، په دې برید کې ۲۵ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.

د انډین ایکسپرېس په نوم ورځپاڼې ته د هندوستان استخباراتي سرچنیو ویلي، محسن یې مور د تصویر څخه پېژندلای دی.

ورځپاڼه زیاتوي، د محسن مور ته د داعش ډلې له‌خوا د ټلګرام په وسیله خبر ورکړل شوی چې زوی یې په کابل کې د یوه برید وروسته وژل شوی دی، خو ورځپاڼې ته هندي استخباراتي چارواکو ویلي، د محسن مور له وېرې دا پیغام له‌منځه وړی یا حذف کړی دی.

د "النبا" په نوم داعش ډلې پورې اړوند یوې ویب‌پاڼې د تېرې جمعې په ورځ د هغه شخص تصویر خپور کړ چې له قوله یې په کابل کې یې د سېکهانو په درمسال برید کړی دی.

په ویب‌پاڼه کې د دې شخص نوم ابوخالد الهندی ښودل شوی دی.

د ابوخالد الهندي "محسن" وايي، له دې خبره وه چې زوی یې په کونړ کې اوسېږي.

اوس دې پېښې دا اندېښنې را پورته کړي چې ګنې داعش ډله په سیمه کې د جلب و جذب پراخې سرچینې لري.

نظامي شنونکي وايي، داعش لا هم د افغانستان لپاره ګواښ دی او ښکاري چې د سیمې استخباراتي ډلې یې د پیاوړتیا او ورته د خلکو د جذبولو لپاره هلې ځلې کوي.

شنونکي کابل خان تدبیر د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د سیمې استخبارات خصوصاً د پاکستان استخبارات په افغانستان، هندوستان، پاکستان او سیمه کې د داعش لپاره په جذب بوخت دي، دوی فکر کوي که چېرې له طالب سره افغان حکومت سوله کوي، یوه بله ډله باید موجوده وي چې هغه د دوی پروګرامونه عملي کړای شی، نو داعش اوس هم ی ګواښ دی."

کابل خان تدبیر

ښاغلی تدبیر وايي، همدا اوس د استخباراتي کړیو د جذب په وسیله له داعش سره د منځنۍ او سویلي اسیا څخه ډېر شمېر کسان یو ځای شوي دي.

خو له دې ټولو سره سره بیا د افغانستان حکومت وايي، داعش ډلې ته یې ماتې ورکړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان په یو شمېر برخو کې د دې ډلې بریدونه د داعش د قوت نښه نه ده، خو پر ضد یې پر سیمه‌ییزې مبارزې او همکارۍ ټینګار کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

هغه زیاتوي: "داعش ډله ګواښ دی، خو افغان ځواکونه به یې د ځپلو او له‌منځه وړو لپاره کار کوي، یوې سیمه‌ییزې همکارۍ ته هم اړتیا لیدل کېږي چې د سیمې هېوادونه باید پوه شي چې افغانستان لا هم د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی او باید دا موضوع جدي وګڼي. "

په دې وروستیو کې داعش ډلې په کابل د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو او له هغې وړاندې بیا د عبدالعلي مزاري پر یاد غونډې د بریدونو مسوولیت منلی دی.

د افغانستان حکومت وايي، داعش له طالبانو سره اړیکه لري، خو طالبانو بیا تل دا تور رد کړی او ویلي یې دي، د افغانستان په ډېرو برخو کې یې له دې ډلې سره جګړه کړې ده.