د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت د امریکايي پوځيانو پر سفر کولو بندیز ولګاوه.
امریکا متحده ایالات چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پوځي اډې لري د کرونا ویروس د خپرېدو د اندېښنو په خاطر یې د خپلو پوځيانو مسافرت ځنډولی دی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي چې د امریکایي پوځیانو د سفر د بندیز هدف دا دی چې کرونا ویروس د دې هېواد اردو ته سرایت ونهکړي.
متحده ایالات په اروپا، منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او لیرې اسیا (جاپان، کوریا) کې پوځي اډې لري.
امریکايي پوځیان په دورهيي شکل له هېواد بهر مأموریتونو کې دندې ترسره کوي.
معمولاً هغه سرتېري چې مأموریتیې ختمېږي بېرته خپل هېواد ته ستنېږي څو ځای یې تازه دمي سرتېري ونیسي.
خو اوس د دوی سفرونه موقتاً ودرېدل.
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وايي د امریکايي پوځیانو د سفر بندیز به ۶۰ ورځې دوام وکړي او د دغه هېواد شااوخوا ۹۰ زره پوځیان به ترې متأثره شي.
دا اقدام له چهارشنبې د اجرا وړ ګرځېدلی.
پنټاګون بیا وايي چې د سفر دا بندیز د هغو امریکایي سرتېرو د وتلو مهالوېش نهاغېزمنوي چې له افغانستانه ایستل کېږي.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ ۲۹مې موافقې له مخې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه امریکا به له خپلو ۱۳ زره سرتېرو نه ۴۶۰۰ تنه په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه باسي.
امریکايي چارواکو ویلي چې دا پروسه پیل شوې ده.
تر اوسه پورې په کرونا ویروس باندې ۲۲۷ امریکايي سرتېري اخته شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت سې شنبه په یوه اعلامیه کې تأیید کړه چې د دغه مأموریت څلور سرتېري په کرونا ویروس اخته شوي دي.
Four Resolute Support servicemembers have tested positive for #COVID19. We are closely monitoring & adjusting so we can protect our force— while protecting the national interests of #NATO Allies and partners here in Afghanistan. pic.twitter.com/Z2uXB5laCz
— Resolute Support (@ResoluteSupport) March 24, 2020
په دې اعلامیه کې یادونه شوې وه چې دا پوځیان تازه افغانستان ته راغلي و.
د دغو سرتېرو هویت نهدی مشخص شوی، خو په افغانستان کې دېره اکثره پوځیان امریکايان دي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویلي چې افغانستان ته تازه راستانه شوي یو نیم زر بهرني سرتېري د احتیاط لپاره په جلا مرکزونو کې ساتل کېږي.