امریکا کې د نړۍ په کچه تر ټولو زیاتې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې

د نیویارک ښار په یوه ترمینل کې د فاصلې د درلودو په اړه لارښوونه

تازه ارقام ښيي چې امریکا د نړۍ په کچه تر ټولو زیاتې د کرونا ویروس مثبتې پېښې لري.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې متحده ایالاتو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۸۵۵۰۰ ته ورسېد او د دغه ویروس له کبله تر اوسه امریکا کې له ۱۳۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

تر ټولو زیاتې پېښې د امریکا په نیویارک ایالت کې رامنځته شوي.

د امریکا نیویارک ښار

له امریکا وروسته چین او بیا ایټالیا د کرونا ډېرې پېښې لري چې چین کې یې شمېر ۸۱۷۸۲ او ایټالیا کې ۸۰۵۸۹ ته رسېدلی دی.

په چین کې دې ناروغۍ ۳۲۹۱ کسان او په ایټالیا کې یې ۸۲۱۵ کسان مړه کړي دي.

د مړینې له اړخه ایټالیا له چین نه مخکې شوې دي، هغه هېواد کې چې د لومړي ځل لپاره کرونا ویروس په تېره دسمبر میاشت کې وموندل شو.

د چین ووهان ښار چې د کرونا ویروس د پیدا کېدو مرکز بلل کېږي.

امریکایي چارواکو ویلي، د دغه هېواد په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د کرونا ویروس د معاینې بشپړ امکانات شته او تر اوسه پنځه نیم لکه ټسټونه ترسره شوي دي.

ټاکل شوې ده چې نن د امریکا استازو جرګه غونډه وکړي او تمه ده چې د کرونا د مخنیوي لپاره د ۲،۲ ټریلیونه ډالرو بودجه تصویب کړي. دا تاریخي بودجه تېره ورځ د سنا له لوري تصویب شوه.

د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون د استازو جرګې له استازو وغوښتل چې دا بودجه له ځنډ پرته تصویب کړي.

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي

تر دې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له استازو جرګې غوښتي و چې بودجه تصویب کړي او چې هغوی تصویب کړه دی به‌یې له ځنډ پرته توشېح کړي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو هم دوه میلیارده ډالر له مخ پر ودې هېوادونو سره د مرستې لپاره ځانګړي کړل چې له کرونا سره مبارزه چټکه کړي.