کرونا ویروس؛ چین په ځینو سیمو بندیز نرموي، خو ایران کې د مړینې کچه لوړه شوې

ایران کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ زره او ۸۱۱ ته لوړ شوی دی.

په داسې حال کې چې چینايي چارواکي په یو شمېر سیمو کې چې د کرونا ویروس له امله سختې ځپل شوې وې د بندیزونو د لیرې کېدو خبره کوي، خو ایراني چارواکي د دې ویروس د مثبتو پېښو د بې‌ساري زیاتوالي خبر ورکړ.

  • ایران

ایراني چارواکو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د ۱۲۲ نورو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

کرونا ویروس تر اوسه ایران کې ۱۹۳۴ کسان مړه کړي.

له دې سره په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۹۳۴ ته لوړ شوی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني اعلان کړی چې تر نیمایي زیات حکومتي مأمورین به د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره په کور ناست وي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د مارچ په ۲۴مه د ایران له دولتي ټلوېزیونه په خبرو کې وویل چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ زره او ۸۱۱ ته لوړ شوی دی.

ایران د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د کرونا ویروس له امله سخت ځپل شوی.

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا په حواله د دې هېواد د ستر مذهبی مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د زوی خواښې هم د کرونا ویروس له امله مړه شوې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن له ټلوېزیونه په وینا کې وویل چې هغه بندیان به چې په موقت ډول خوشې شوي وو، د اپرېل تر ۱۸مې نېټې خوشې پاتې شي.

د ایران حکومت د مار چ په ۹مه نېټه نږدې ۷۰ زره بندیان له زندانونو خوشې کړل.

د یادونې وړ ده چې د ایران حکومت پرون د امریکا د بشري مرستو وړاندیز رد کړ.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې که واشنګټن غواړي چې له ایران سره د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې مرسته وکړي باید پر ایران لګولي بندیزونه لیرې کړي.

د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ له ۲۰۱۸ میلادی کال راهیسې لا زیات شوی دی.

امریکا په دې کال کې له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې ووته او پر ایران‌یې خپل بندیزونه له سره ولګول.

  • قرغزستان

د قرغزستان حکومت نن د مارچ په ۲۴مه اعلان وکړ چې په پلازمېنه او نورو ډېرو ښارونو کې بېړنی حالت اعلانوي.

د دې هېواد د ولسمشر له دفتره په خپاره شوي بیان کې راغلي چې ولسمشر سورنباي جاني بېکوف یو فرمان لاسلیک کړی چې پر اساس به‌یې به بشکېک او جلال‌اباد او د اوش په نوکات او قره سو سیمو کې بېړنی حالت ټینګ شي.

د بشکېک ښار یوه څنډه

د ولسمشر فرمان پارلمان ته د کتنې او تأیید لپاره استول شوی دی.

د پارلمان تر تأیید وروسته به په قرغزستان کې له سبا ورځې د اپرېل تر ۱۵مې بېړنی حالت وي پر تګ راتګ به بندیز وي او امنیتي تدابیر به هم زیات شي.

  • مالدووا

په مالدووا کې صدراعظم ایون چیکو پر تګ راتګ بندیز پراخ کړ او خلک‌یې پارکونو او نورو داسې ځایونو ته چې د وګړو د راټولېدو امکانات زیات دي، له تګه منع کړي دي.

  • اوکراین

د اوکراین صدراعظم دنیس شمایل ویلي چې هلته د بېړني حالت اعلان ته لا اړتیا نه‌شته، خو د اوکراین روغتیايي چارواکو اعلان کړی چې د کرونا ویروس نورې ۱۰ مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.

د اوکراین صدراعظم دنیس شمایل

صدراعظم شمایل پرون د مارچ په ۲۳مه له دولتي ټلوېزیونه په وینا کې وویل چې حکومت‌یې شرایطو ته ګوري او که چېرې د کرونا ویروس له امله وضعیت بدل شي، دوی به هم خپل دریځ بدل کړي.

په اوکراین کې د مارچ په ۱۲مه عمومي قرنطین اعلان شو او د اپرېل تر ۳مې به همدا حالت وي.

له هغه راهیسې نږدې ۷۲ زره اوکراینیان له نورو اروپايي هېوادونو اوکراین ته ورستانه شوي دي.

په اوکراین کې حتی د پارلمان ځیني غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

  • چین

د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسمېبر په لومړۍ په مرکزي چين کې د هوبې ولایت په مرکز ووهان کې ثبت شوه.

د چین په مرکزي ولایت هوبې کې تېره اوونۍ پر ځیني سیمو عمومي بندیز لیرې شو، د کنټرول لپاره جوړې شوې پوستې يې ټولې کړې او سیمې ته پر سفر بندیز هم لغوه شو، خو ځیني محدودیتونه لا هم پر ځای دي.

د روېټرز خبري اژانس په راپور کې چې نن خپور شوی ویل شوي چې په نورو سیمو کې بندیزونه له دې امله زیات شوي چې ویروس له بهره بیا ور داخل نه‌شي.

روېټرز د چین د هوبې ولایت د روغتیا کمېسیون په حواله ویلي چې له دې ولایته به د هغو خلکو پر وتلو بندیز له سبا لیرې شي چې روغتیايي حالت‌یې ښه وي او تأیید شوی وي.

په ووهان کې به چې د کرونا ویروس مرکز و بندیزونه د اپرېل په ۸مه لیرې شي.