'په کرونا ویروس اخته افغانانو ته په ایران کې د درملنې اجازه نه ورکول کېږي'

ارشیف

په ایران کې ځینې مېشت افغان کډوال شکایت کوي چې د دغه هېواد روغتیايي مرکزونه هغه افغانان نه مني چې د کرونا ویروس شک پرې کېږي.

په ایران کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وايي، د دغه هېواد روغتونونه په کرونا اخته شوي افغانان نه مني.

ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې کرونا ډېر ځپلی دی.

تر پرون جمعې پورې په دغه هېواد کې د رسمي شمېرنو پر اساس تر۱۴ زره د زیاتو کسانو کرونا مثبته تشخیص شوې خو غیر رسمي شمېرنې ښيي چې په دې هېواد کې تراوسه نژدې ۲۰ زره تنه په کروناویروس اخته شوي او ۱۲۳۷ ترې مړه شوي دي.

په همدې منځ کې یو شمېر افغان کورنۍ، چې عزیزان یې په کرونا ویروس اخته شوي یا د کرونا ویروس نښې لري، وايي، روغتون په روغتون ګرځي خو څوک اجازه نه ورکوي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې ویډیوګانې خپرې شوې چې په هغو کې ادعا شوې چې افغانان روغتونونو ته نه پرېښودل کېږي او که پرېښودل شي نو د زهرو پیچکاري ورکول کېږي.

یو تن وویل: "موږ په ایران کې بند پاتې یوو، په ایران کې نن سبا له موږ سره داسې رقم ظلم روان دی چې څوک زکام وي روغتون ته لاړ شي ډاکتر ته لاړ شي ستن د زهرو ورولګوي؛ مړ یې کړي."

د دغو ویدیوګانو کره والی په خپلواک ډول تائید شوی نه دی.

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وايي، دا ډول شکایتونه دوی ته هم شوي خو هغو کسانو چې داسې ادعاوې یې کړي، د پېښو د ځای او نېټې په اړه شواهد نه دي وړاندې کړي.

ښاغلی لېوال په ایران کې د افغان کډوالو روغتیايي ستونزې تائیدوي او وايي چې له ایراني چارواکو سره یې خپله اندېښنه شریکه کړې او هغوی د همکارۍ ژمنې ورسره کړي دي.

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال

هغه زیاته کړه: "موږ ته هم دا شکایتونه رارسېدلي دي، د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت په ګډو خبرواترو او تفاهم په ځینو پرېکړو کې چې د کډوالو په اړه وشوې د دوی ژمنه دا وه چې دوی به په ایران کې مېشتو ټولو خلکو ته مساوي او یو ډول خدمات عرضه کوي."

د ایران په رفسنجان ښار کې افغان محصله اصفه ستانکزۍ وايي، داسې اوازې شته خو د دې لپاره چې د رفسنجان هوا توده ده او د کرونا ویروس پېښې ډېرې کمې دي کوم افغان یې نه دي لیدلي چې روغتون ته یې مراجعه کړې وي او رد شوی وي.

ښاغلی لېوال ازادي راډیو ته وویل، د ایران حکومت ورته ویلي چې د کرونا د پېښو زیاتوالي ته په پام د دوی امکانات محدود دي او په ځینو مواردو کې ایرانیانو ته هم لازمې طبي مرستې نه دي رسېدلي.

ده دا هم وویل چې د افغانستان سفارت هڅه کوي د کورونا په ویروس د اخته کسانو د درملنې په برخه کې د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ توپیر ونه شي.

نوموړي زیاته کړه: "د ایران له بهرنیو چارو وزارت سره مو دا شکایتونه شریک کړي دي چې ګواکي په ځینو روغتونونو کې دغه ناروغان نه منل کېږي، معمولاً ځواب داسې دی چې د دوی امکانات تر هغه بریده نه دي او په دې کې یوازې کډوال نه دي ځايي خلک هم شامل دي مګر هغوی ژمنه کوي چې دوی ته به ځان رسوي، موږ به بیا هم د دغو شکایتونو د څارلو او د هغو په اړه له اړوندو مسئولانو څخه د پوښتنو کار ته دوام ورکړو، هغه ډول چې ژمنه شوې وه چې ټول انسانان طبي او روغتیايي خدماتو ته د رسېدو حق لري په دې برخه کې به دوی اجراات وکړي."

د ایران نقشه

په تهران کې د افغانستان سفیر په عین حال کې وايي، ځینې افغان کډوال له سفارت څخه تر هغه څه چې یو سفارت یې واک او صلاحیت لري، د زیاتو اقداماتو تمه لري.

ښاغلی لېوال ټینګار کوي چې سفارت تر خپله وسه او د دیپلوماتیکو نورمونو په رڼا کې دا خپل مکلفیت بولي چې د خپلو اتباعو پوښتنه وکړي خو د افغانستان سفارت یوازې له ایراني چارواکو سره د خبرو له لارې هغوی همکارۍ ته هڅولی شي.

افغان کډوال چې له ایرانه راستانه شوي د معاینې پرمهال لیدل کېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پر اساس تراوسه په افغانستان کې ۲۲ تنه په کرونا ویروس اخته دي چې کابو ټول له ایران څخه راستانه شوي افغانان دي.

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو راپورونو له مخې، د ورځې نژدې ۱۰ زره افغانان له ایران څخه بېرته خپل هیواد ته راګرځي.