په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان سیاسي پېښې

د غني او عبدالله د لوړې د مراسمو انځور

افغانستان په تېر لمریز کال کې د دوو ملي پروسو د ولسي جرګې او ولسمشرۍ انتخاباتو همداراز د دوه لوړې مراسمو د ترسره کېدو شاهد و.

په داسې حال کې چې په ۱۳۹۸ کال کې د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸مه ترسره شول خو د دې انتخاباتو پایلې ۷ میاشتې وروسته د ثور په ۲۵مه اعلان شوې.

یادو انتخاباتو له ځان سره ډیر جنجالونه درلودل او همدا دلیل و چې پایلې هم په ځنډ اعلان شوې.

له هغه وروسته د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره دواړو ټاکنیزو کمېسیونو ته د ولسمشرۍ نوماندانو لخوا نوي کمېشنران معرفي شول.

سره له ډېرو جنجالونو دواړه ټاکنیز کمېسیونونه په دې وتوانېدل چې د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸کال د میزان په شپږمه ترسره کړي.

د ټاکنو اړوند یو انځور

هغه څه چې د ۱۳۹۸ کال انتخابات یې له نورو پخوانیو دورو انتخاباتو څخه متفاوته کړي هغه د بایومټریک دستګاو کارونه وه.

په دې انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه ۱ میلیونو ۹ سوره زره و.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وه هغه ستونزې چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې رامنځته شوې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې نه رامنځته کېږي خو بیا هم د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رايو ورکونکو په نوملړ کې ستونزې او د بایومټریک دستګاو خرابېدل موجود وه.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم څخه پرته نور ټولو انتخاباتي ډولو د انتخاباتو کمېسیون تورن کړی چې د بایومټریک دستګا پرته انتخاباتي معلومات سیسټم ته داخل شوي.

د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار د انتخاباتي ډلو پلویانو په انتخاباتو کې د افغانستان ټاکنو ځپلواک کمېسیون په درغلیو تورن کړ او په کابل او یو شمېر ولایتونو کې یې لاریونونه وکړل.

د عبدالله انتخاباتي ډلي په یو شمېر ولایتونو لکه بغلان، فاریاب، بدخشان، جوزجان، سرپل، تخار، او پنجشیر کې د رایو بیا شمېرنې ته اجازه ورنه کړه.

عبدالله د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د هغه ۳۰۰ زره جنجالي رایو چې دوی یې باطل او د درغلیو څخه ډکې بللې د بیا شمېرنې له بهیر څخه د وستلو غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ انتخاباتو وروستۍ پایلې د میزان په ۲۷ مه اعلان شي خو بیا هم د دغه پایلو اعلان شاته وغورځید او بلاخره کمېسیون وتوانېد چې د ډېسېمبر میاشتې په ۲۲ مه ڼېټه د ولسمشرۍ انتخابانو وروستۍ پایله اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وروستي پایلو له اعلان سره محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ فیصده رایو په تر لاسه کوولو سره بریالی اعلان کړ.

د ټاکنو کمېسیون له لوري ولسمشر غني ته د دویم ځلي بریا له امله باور لیک وسپاره.

د دې کمېسیون رییسې حوا علم نورستاني وویل: "د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اساسي قانون ۶۱مې مادې پر بنسټ محمد اشرف غني چې ۵۰ اعشاریه ۶۴فیصده رایه یې ترلاسه کړې د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه بریالی اعلانوي."

ډاکټر عبدالله دغه پرېکړه د دموکراسۍ پر وړاندې کودتا یاده کړه او خپل ټیم یې بریالی اعلان کړ.

هغه د خپل ټیم سره د ټول ګډون حکومت د جوړېدو خبره وکړه.

عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ونه منلې او ژمنه یې کړې چې ټول ګډونه حکومت به جوړ کړي.

سره له دې چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم د سولې لپاره د امریکاي ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په غوښتنه د څو وروځو لپاره وځنډوه خو بیا هم هغه د ۱۳۹۸کال د حوت په ۱۹مه په ارک کې د لوړې مراسم ترسره کړه.

له غني سره هم مهاله عبدالله عبدالله هم د ارک په څو مترۍ کې په سپیدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم ترسره کړ.

په ۱۳۹۸کال کې په افغانستان کې د سولې بهیر!

امریکا په افغانستان کې له ۱۹کلنې جګړې وروسته د یوې ساسي حل لارې په لټه کې شوه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې په لومړي ځل د ۱۳۹۷کال کې په دوحه کې ترسره شوې.

امریکا، افغان حکومت او طالبانو اعلان وکړ چې د اورکم پر سر توافق شوی او د اورکم اونۍ به د ۱۳۹۸کال د حوت په ۳ مه پیلېږي.

د امریکا لوړ پوړو چارواکو اعلان وکړ چې که د اورکم اونۍ په کامیابۍ سره پای ته ورسېده له طالبانو سره به د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

بلاخره د حوت په ۳۰مه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ۳۰ هېوادونو استازو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، زلمی خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملار برادر په ګډون د امریکا و طالبانو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک مراسمو یو انځور.

له هغې وروسته تمه دا ده چې د طالبانو افغان حکومت ترمنخ بین الافغاني خبرې پیل شي چې لا تر اوسه د زندانیانو د خوشې کېدو او د پلاوي د ترکيب پر سر د لانجو په دلیل دغه کار نه دی شوی او په کابل کې د دوه لوړې مراسمو هم د سیاسیون تر منځ دغه پروسه ځنډنۍ کړې.