په نړۍ کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۲۰۰ زره ته ورسېد

ایټالیا کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو څه باندې ۳۵۰۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې.

په نړۍ کې په کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) د اخته کسانو شمېر نږدې ۲۰۰ زره کسانو ته ورسېد.

د نړۍ خلک له دغې پراخې روغتيايي ستونزې سره لاس او ګرېوان دي چې د اروپا په پرمختللو هېوادونو کې‌یې هم وضعیت کړکېچن کړی دی.

د اروپا په سطحه په ایټالیا کې ډېر کسان په کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) مړه شوي چې پرون هم په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو څه باندې ۳۵۰۰ تازه مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوې.

په ایټالیا کې په کرونا ویروس د خلکو د مړینې شمېر ۲۵۰۰ ته رسېدلی او په دې ویروس د خلکو د اخته کېدو ټول‌ټال شمېر په‌کې تر ۳۱ زره او ۵۰۰ اوښتی دی.

په ایټالیا کې په کرونا ویروس د خلکو د مړینې شمېر ۲۵۰۰ ته رسېدلی.

که څه هم په دغه هېواد کې عمومي قرنطین نافذ شو، خو د وضعیت د ښه‌والي کومه نښه په‌کې نه‌ښکاري.

د اروپا درې نور هېوادونه اسپانیا، فرانسه او جرمني هم په ښه وضعیت کې نه‌دي. په دغو درېیو هېوادونو کې هم په کرونا ویروس شااوخوا ۲۵۰۰۰ کسان اخته شوي چې د قرنطین او د محدودیتونو له لګولو سره سره د خلکو د اخته کېدو شمېر په‌کې په زیاتېدو دی.

په ایران کې پرون سې شنبه له ملي ټلوېزیون ځینې خبرتیاوې خپرې شوې چې په ځینو برخو کې‌یې راغلي، که خلک کرونا ویروس ته په جدي سترګه ونه‌ګوري، ښايي په دې ویروس د مړو شمېر میلیونونو ته ورسېږي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وویل، تر پرون ماسپښین په ایران کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۶۰۰۰ ته ورسېد.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه دا ټکی هم باید ووایم چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هغو دوستانو له ډلې چې په تېرو ورځو او اوونیو کې په روغتونونو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ځانګړې څارنې په څانګو کې بستر وو، دغه ۱۳۵ کسان مړه شوي دي."

که له یوې‌خوا د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې پراخې شوي، له بلې‌خوا ایران شاوخوا ۸۵۰۰۰ بندیان له زندانونو خوشې کړي دي.

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي پرون سې شنبه وویل، سیاسي بندیان او هغه کسان چې د جنايي جرمونو په تور بندیان وو، په موقت ډول خوشې کړای شوي دي.

په ایران کې ځیني مسؤلین د دوا پاشلو په حال کې

خو په اروپا کې د کرونا ویروس د خپرېدو له زیاتوالي سره جوخت د روغتیا نړيوال سازمان د اروپايي ټولنې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د روغتیا په نړیوال سازمان کې د اروپا د برخې رئیس هانس کلوګ پرون سې شنبه وویل، اروپا اوس د دغه ویروس په عمده مرکز بدله شوې ده.

د ښاغلي کلوګ په وینا، په کار ده ټول اروپايي هېوادونه له استثنا پرته د کرونا ویروس د ګواښ په وړاندې د مبارزې لپاره جدي اقدامات وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتيا نړیوال سازمان دغه چارواکي زیاته کړه چې نړۍ له یوه بې‌ساري وضعیت سره مخامخ شوې، اوس باید ټول په مشترک ډول له دغه ویروس څخه د خوندیتوب لپاره لاسونه سره ورکړي.

کرونا ویروس اول د ۲۰۱۹م کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبې ولایت په مرکز ووهان ښار کې کشف شو چې بیا نورې نړۍ ته خپور شو.

په چین کې د دغه ویروس د خپرېدو موارد کم شوي، څه کم ۸۱۰۰۰ کسانو له ډلې چې په دغه ویروس اخته وو، تر ۶۸۰۰۰ ډېر کسان روغ شوي دي.

چین وايي، حاضر دی له هغو هېوادونو سره همکاري او خپلې تجربې شریکې کړي چې د کرونا ویروس د خطر په مرکز بدل شوي دي.