د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته هم، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه د تېر په څېر روان دي.
اییر فورس مجله د امریکا د هوايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له قوله لیکي، یوازې د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د امریکايي پوځیانو لهخوا په افغانستان ۳۶۰ بمونه غورځول شوي دي.
راپور زیاتوي، د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل راهیسې امریکا په افغانستان کې د هوايي بریدونو له لارې ۷۷۵ بمونه کارولي چې د تېر کال د همدې مودې شمېر ته په نږدې کېدو دي.
Airstrikes in Afghanistan Continue at Steady Rate Despite Peace Deal Progress | Read more at https://t.co/1kP0iGS3sX. #defense #AvGeek pic.twitter.com/d7rY1hZvob
— Air Force Magazine (@AirForceMag) March 16, 2020
دغه راپور کې راغلي، امریکايي پوځیانو د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۲۳۴۰ الوتنې کړي او په ټوله کې یې ۶۲ زره او ۵۰۰ پونډه مهمات د ترهګرو پر اهدافو غورځولي دي.
د اییر فورس مجلې راپور وايي، په دې هوايي بریدونو کې د داعش د خراسان څانګه او القاعده وسلهوال په نښه شوي دي.
خو د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک په پنځمه ورځ او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ترمنځ د ټیلیفوني اړیکې څخه د نږدې ۱۲ ساعته تېرېدو وروسته، امریکايي ځواکونو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي حمله وکړه.
The US conducted an airstrike on March 4 against Taliban fighters in Nahr-e Saraj, Helmand, who were actively attacking an #ANDSF checkpoint. This was a defensive strike to disrupt the attack. This was our 1st strike against the Taliban in 11 days.
— USFOR-A Spokesman Col Sonny Leggett (@USFOR_A) March 4, 2020
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت په خپل ټویټر لیکلي، دوی ځکه طالبان په نښه کړي چې د افغان ځواکونو پر پوستو یې حمله کړې وه.
اییر فورس لیکي، په تېره فبرورۍ میاشت کې د امریکا هوايي بریدونه د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال د همدې میاشتې په پرتله کم، خو د ۲۰۰۹ میلادي کال وروسته د هر کال د همدې میاشتې په پرتله زیات دي.
افغان حکومت که څه هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د افغانستان او امریکا د همکاریو له دوام خبر ورکوي، خو لا هم له طالبانو سره د دې ډلو د اړیکو په اړه اندېښنه ښيي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وویل: "د نړیوال ترورېزم، داعش او القاعدې پر ضد د افغان او امریکايي ځواکونو ګډې همکارۍ دوام پیدا کوي، ولې لا هم اساسي ستونزه له دې نړیوالو ترهګرو ګروپونو سره د طالبانو د اړیکو ده، مهمه ده چې د طالبانو اړیکه له دې ډلو سره پرې شي او د افغانستان حکومت په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي."
خو ایا له طالبانو سره له هوکړې وروسته، د امریکا لپاره داعش او القاعده ډله د خطر زنګ دی؟
پوځي شنونکی کابل خان تدبیر وايي، امریکا په سیمه کې د خپل تلپاتي حضور او تر خوا یې د القاعده او داعش د راتلونکو خطرونو د مخنیوي په خاطر پر دې ډلو خپل بریدونه جاري ساتي، خو دی ټینګار کوي مهمه ده چې په سیمه کې د دې ډلو پټنځایونه او ملاتړي په نښه شي.
هغه زیاتوي: "هغه څوک چې د دې ډلو پالونکي او یا هم تمویلوونکي دي او همدا ډول د دوی اساسي مرکزونه په نښه نهشي، تر هغه وخت پورې دوی نهیوازې دا چې د امریکا لپاره ګواښ دی، بلکې د سیمې لپاره خطرناکه ډله ده."
په افغانستان کې مېشت امریکايي پوځیان داسې مهال داعش او القاعده ډله هدف ګرځوي چې تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو هغه دریځ ستایلی، کوم چې له داعش سره د طالبانو مبارزه بلل شوې ده.
زلمي خلیلزاد د طالبانو وروستۍ اعلامیې ته په اشارې ویلي، دا د القاعدې او نورو ټولو هغو ډلو پر ضد چې متحده ایالاتونه یا متحدینیې ګواښي، د طالبانو د هغې عامه ژمنتیا څرګندونه کوي چې دوی سرهیې توافق کې کړي.