اروپايي هېوادونو د کرونا وایروس د خپرېدو مخنیوي په هدف هلې ځلې زیاتې کړي

په اکثرو هېوادونو کې ښوونځي، پوهنتونونه، پلورنځي او مارکېټونه بند شوي دي او په ایټالیا کې خو د دې هېواد تقریباً ټول ۶۰ میلیونه وګړي په قرنطین کې دي.

اروپايي هېوادونو د کووید ۱۹- کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف خپل تدابیر څوځلې زیات کړي دي.

په اکثرو هېوادونو کې ښوونځي، پوهنتونونه، پلورنځي او مارکېټونه بند شوي دي او په ایټالیا کې خو د دې هېواد تقریباً ټول ۶۰ میلیونه وګړي په قرنطین کې دي.

په ایټالیا کې په دې وایروس د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

ویل کېږي چې په دې هېواد کې له ۲۱ زرو زیات خلک په کرونا وایروس اخته شوي دي چې له دې ډلې شاخوا ۱۴۰۰ کسان تراوسه مړه شوي دي.

پر ایټالیا سربېره په اسپانیا، جرمني او فرانسه کې هم د دې ویروس د خپرېدو له کبله خلک سخت زیانمن شوي دي.

په اروپا کې د دې ناروغۍ له چټک خپراوي وروسته درې ورځې مخکې متحدایالاتو اروپايي هېوادونو ته پر الوتنو او سفر بندیز ولګاوه.

له بریتانیا او آیرلنډ پرته له نورو ټولو اروپايي هېوادونو څخه متحدایالاتو ته پر الوتنو بندیز ولګېده خو اوس له دې دوو هېوادونو څخه هم متحدایالاتو ته پروازونه ځنډول شوي دي.

په امریکا کې د دې ناروغۍ د خپرېدو له کبله اندېښنې هومره زیاتې شوې دي چې سپینې ماڼۍ ته یې هم ټکان ورکړ او په نتیجه کې یې د جمعې په ورځ ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د کورونا وایروس ازموینه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د دې ازموینې نتیجه منفي راووته او سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ په کرونا وایروس نه دی اخته شوی.

په داسې حال کې چې په اروپا او امریکا کې اندېښنې په زیاتېدو دي، په چین کې د دې ناروغۍ د خپرېدو کچه رالوېدلې.

چینايي چارواکو ویلي دي چې په تېرو دریو ورځو کې په دې وایروس د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی خو چارواکي له دې سره سره بهر ته پر تګ راتګ د محدودیتونو خبر ورکوي.

چینايي چارواکو پرون دې هېواد ته له بهر څخه د کرونا وایروس د ۱۶ نویو راغلو مواردو خبر ورکړ.

له چین او ایټالیا وروسته ایران دریم هېواد دی چې کرونا وایروس تر ټولو زیات زیانمن کړی دی او د نوروز په درشل کې د دې هېواد بېلابېل ښارونه قرنطین شوي.

خو ویل کېږي چې خلک د قرنطین اصولو ته جدي پاملرنه نه کوي.

په ایران کې نژدې ۱۳ زره کسان په کووید ۱۹ وایروس اخته او له دې ډلې ۶۱۱ کسان مړه شوي دي.

په افغانستان کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر نن ۱۶ ته لوړ شو.

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

افغان چارواکي وايي، اکثر دا ناروغان له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د افغانستان بل ګاونډي ازبکستان هم نن- یکشنبې د کرونا وایروس د لومړنۍ مثبتې پېښې راپور ورکړ.

په قزاقستان کې نن دوه نوي مثبت موارد ثبت شول چې ورسره د دې ناروغۍ د ټولو مواردو شمېر اتو ته لوړ شو.