کانګرس کې د چین له شینجن څخه پر وارداتو د بندیز لایحه

د امریکا کانګرس یو شمېر غړي.

د امریکا کانګرس ګډ کمېسیون یو قانوني لایحه وړاندې کړې چې د چین له شمال لوېدیځې سیمې شینجن څخه پر وارداتو بندیز لګوي.

د کانګرس غړي وایي چې په دې سیمه کې ډېری مسلمانان د خپلې خوښې خلاف توقیف ځایونو او فابریکو کې کار کولو ته اړ کړای شوي دي.​

جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو چې د دغې لایحې یو ملاتړی دی، نن خبریالانو ته وویل چې په شینجن کې دغه وضعیت د نړۍ یوه تر ټولو لویه غمیزه ده.

هغه زیاته کړه دا له تصوره لیرې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې دې داسې څه پېښ شي.​

د چین د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې دا هېواد دې د بشري حقونو له موضوع څخه په استفادې د چین په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي.​

ملګرو ملتونو تېر کال اټکل کړی و چې یو میلیون اویغوریان او نور ترک ټبره اقلیت مسلمانان په شینجن کې په کمپونو کې چې​ پیکنګ‌یې د سختدریځۍ ضد مرکزونه بولي، ساتل کېږي.

ملګرو ملتونو دغه‌راز ویلي چې نور یو میلیون وګړي په چین کې په نورو کمپونو کې چې چارواکي یې د حرفوي زده‌کړو مرکزونه بولي، ساتل کېږي.

چینایي چارواکي وایي، له دې کاره‌یې هدف دا دی چې له دغو کسانو سره د ترورېزم د افکارو په له‌منځه وړلو کې مرسته وکړي ترڅو هغوی بېرته په ټولنه کې مدغم شي.