ولسمشر غني: طالبانو سره د مرکچي پلاوي د غړو نوملړ د کب تر ۲۰ مې بشپړیږي

ولسمشر غني د ملي شورا د اولسمې تقنیني دورې د دویم کاري کال د ناستې په پرانېسته کې د وینا پرمهال.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره د مذاکره کونکي پلاوي د غړو نوملړ به د کب میاشتې تر۲۰ مې بشپړ شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان دولت چمتو دی، چې د منل شویو اصولو پر بنسټ له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

ښاغلي غني د شنبې په ورځ د ملي شورا د ۱۷ مې تقنیني دورې د دویم کال کاري ناستې په پرانېست غونډه کې وویل، چې د مذاکرې پلاوی به د کب تر شلمې چمتو شي.

هغه وویل: "د مذاکره کونکي پلاوي په ټاکلو کې به موثریت، مشارکت، صلاحیت او روښانه معیارونه په پام کې ونیول شي، د مذاکره کونکي پلاوي غړي باید د اساسي قانون، جمهوریت او د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو مدافعین وي، زموږ د مذاکره کونکي پلاوي غړي به د روان کال د کب په شلمه بشپړ شي."

ښاغلي غني له ملي شورا وغوښتل، چې دوه سناتوران چې یوه یې مېرمن او همداشان پنځه وکیلان چې دوه یې په کې مېرمنې وي، د پلاوی د غړیتوب لپاره تر سبا ارګ ته معرفي کړي.

محمد اشرف غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې، چې له مخې یې بین الافغاني مذاکرات پيلېږي، هرکلی وکړ او مهم اقدام یې وباله.

ولسمشر غني په ملي شورا کې

افغان ولسمشر وویل، چې له امریکا او ناټو سره د افغانستان ستراتیژیک او همداشان امنیتي او دفاعي تړونونه پرځای دي.

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې که د شوې هوکړې له متن سره سم عمل وشي، او بندیان خوشې شي، د حوت په ۲۰ چې د مارچ ۱۰ کېږي بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي.

نوموړي په یو تازه ټویټ کې ویلي، د طالبانو مذاکراتي ټیم چمتو، اجنډا تیاره او د شوې هوکړې پر بنسټ مخته ځي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د یو ولسمشر په توګه هېڅ هیله نه لري، چې طالب دې ورسره بندیان وي، بلکې په خبره یې د بندیان خوشې کول باید د یوې شفافې پروسې او واضح میکانېزم پر بنسټ ترسره شي او بشپړ اوربند ته لاره هواره کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس، له طالبانو وغوښتل چې اورکم په دایمي اوربند بدل کړي.

میر رحمان رحماني ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د حکومت د سولې هوکړه باید د ملي شورا له لوري تائید شي.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني

هغه زیاته کړه: "ملي شورا چې له ټول ولس استازیتوب کوي، په دغه لویه ملي پروسه کې با وڼده او د پام وړ نقش وړ رول ولري، ملي شورا د سولې له هر ډول خبرو تر لاسه شوې فیصله د دغې شورا له لوري له تائید وروسته د باور وړ بولي."

ښاغلي غني هم ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره سولې هر ډول پرېکړه، به د ملي شورا او یا هم د لویې جرګې له خوا، چې ملي شورا به یې یوه برخه وي، تائیدوي.

د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې یې د مارچ په لسمه بین لافغاني خبرې پيلېږي.