پومپیو: د افغان سولې بهیر د پرمختګ لپاره باید تاوتریخوالي راکم شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي په افغانستان کې د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره باید په تاوتریخوالی کې سمدستي کموالی راشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي پیل د منلو وړ نه دی.

پومپیو پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې لاسلیک او د امریکا او افغانستان ترمنځ ګډه اعلامیه په هېواد کې د دایمي سولې د ټینګښت بنسټ وباله او زیاته یې کړه چې د دې لارې په اوږدو کې به خنډونه خامخا وي.

هغه وویل: "زموږ په مخکې پرته لاره به ستونزمنه وي، موږ یې اټکل کړی و، او دا اټکل سم و، په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د منلو وړ نه دي، تاوتریخوالی باید سمدستي راکم شي څو د سولې بهیر پرمخ ولاړ شي، ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ د طالبانو له مرستیال مشر ملابرادر سره په دې اړه مستقیمې خبرې وکړې، د تاوتریخوالي د کمېدو د غوښتنې ترڅنګ موږ به همداراز پر ټولو اړخونو فشارونو ته دوام ورکړو، چې له زور ښودلو لاس واخلي او د بندیانو د خوشې کولو په اړه عملي خبرې پیل کړي."

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما هم د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې وه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاسلیک وروسته د هېواد په ځینو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو د حملو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شول خو د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یوه ویاند وویل چې د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو د دفاع لپاره د طالبانو پرسنګرونو هوايي حمله کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د امنیتي ادارو چارواکي وايي چې طالبانو د اورکم په اونۍ کې، او له هغه وروسته له خپلو ژمنو ښکاره سرغړونه کړې ده او د ملکيانو او د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو پرضد یې وسله وال فعالیتونه کړي دي.

د ملي امنیت شورا پرون په یوه بیان کې وویل چې په دې اړه د امنیتي سکتور د مشرتابه په پرونۍ غونډه کې بحث وشو.

بیان زیاتوي چې افغان ځواکونه اوس هم په دفاعي حالت کې دي او د اړتیا په صورت کې به لازم اقدامات وکړي.

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د طالبانو وسله وال بریدونه د توجیه وړ وبلل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

هغه وویل: "ځینې موارد شته چې د موافقه لیک له مخې پر هغو د اسلامي امارت مجاهدین برید کولای شي ځکه بشپړ اوربند نه دی، خو بیاهم موږ لاس نیولی او په هغه اندازه بریدونه مو نه دي کړي."

په افغانستان کې د سولې د راوستو په موافقه کې چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمینځ لاسلیک شوه راغلي دي چې بین الافغاني خبرې به د راروانې اونۍ د سه شنبې په ورځ د مارچ په لسمه پیل شي، خو داسې ښکاري چې له یوې خوا د افغان حکومت د مرکچي پلاوي پر جوړښت موافقه نه ده شوې او له بلې خوا د بندیانو تبادلې د دې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

طالبان ټینګار کوي چې د خبرو له پیل مخکې باید د پنځه زره طالب بندیانو او د افغان حکومت د زرو بندیانو تبادله وشي خو ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې طالبان د بندیانو تبادله باید له حکومت سره د خبرو لپاره د یو شرط په توګه مطرح نه کړي.

ولسمشر اشرف غني

ښاغلي غني ویلي دي چې د بندیانو د خوشې کولو صلاحیت افغان حکومت لري او په دې اړه به په بین الافغاني خبرو کې بحث وشي.

په افغانستان کې د ناټو جګپوړي ملکي استازي نیکولاس کې د چارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د بندیانو خوشې کول د افغان حکومت کار دی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل، ټول اړخونه پوهېږي چې اوس د بندیانو د تبادلې وخت رارسېدلی دی.