ولسمشر غني تېره ورځ له خلیلزاد سره لیده کاته رد کړي

ولسمشر غني

والسټریټ ژورنال د افغان دولت د یوه چارواکي له خولې وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیده کاته رد کړي دي.

زلمی خلیلزاد تېره ورځ له قطر ه کابل ته راغی او د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یې ولیدل.

اجرائیه ریاست وايي، د لیدنې په پیل کې اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټیم مشرتابه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په برخه کې د زلمي خلیلزاد له هڅو مننه او قدردانی وکړ او د سولې د هوکړې د عملي کولو پر لارو چارو، بین الافغاني مذاکراتو، د دواړو خواو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کولو، د دایمي سولې لپاره پر هڅو او د ولسمشریزو ټاکنو پایلو څخه په رامنځته شوي بحران بحث او خبرې وشوې.

خو والسټریټ ژورنال وايي، خلیلزاد غوښتل څو له ولسمشر غني سره هم وګوري خو هغه دغه لیدنه نه ده منلې.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بیا پر خپل ټویټ پاڼه دغه خبر رد کړی.

هغه لیکلي دا خبره حقیقت نه لري.