د سیاسي ګوندونو انسجام شورا: د تل‌پاتې سولې غوښتونکي یو نه د شرموونکې معاهدې

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

یو شمېر سیاسي ګوندونه او د ځوانانو تولنې له طالبانو غواړي چې د کرکې ادبیاتو ته نه ووايي.

د سیاسي ګوندونو د انسجام شورا غړو نن سې شنبه «۱۳۹۸ کال د کب ۱۳» په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه‌لیک او د سولې په برخه کې له وروستیو هڅو هرکلی وکړ.

دغې شورا وویل، د افغانستان په جګړه کې د طالبانو له لوري د دوی د بریا څرګندونې ناسمې دي او دغې دلې چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د خلکو په وړاندې کوم تاوتریخوالی او جنایتونه کړي باید په دې اړه د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي.

دغه شورا چې د څو سیاسي ګوندونو څخه جوړه ده، وایي د یوې تل‌پاتې سولې غوښتونکې ده نه د یوې شرموونکې معاهدې.

د جمهوریت غوښتونکي حزب مشر حبیب‌الله سنجر وویل، د افغانستان د خلکو عمومي بخښنې په اړه د طالبانو څرګندونې ناسمې دي او دا د افغانستان خلک دي چې طالبان‌یې بخښلي.

ښاغلی سنجر زیاتوي: "ایا جنایت موږ ترسره کړی چې هغوی به موږ بخښي؟ یا دا چې دغو ښاغلو دغه جنایات ترسره کړي؟ دوی د افغانستان خلکو ته درد او رنځ ورکړ، خو د افغانستان د خلکو سینه دومره پراخه وه چې دوی یې د خبرو مېز ته راوغوښتل."

د ښاغلي سنجر په خبره، طالبانو د افغانانو پر وړاندې له ډېر تاوتریخوالي کار اخیستی او جنایتونه‌یې ترسره کړي دي.

دغې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د سولې په بهیر کې باید ۱۸ کلنې لاسته راوړنې لکه د جمهوري نظام ساتل، اساسي قانون، د ښځو حقونه او د بیان ازادي خوندي پاتې شي.

په ورته وخت کې یو شمېر ځوانان چې د ځوانانو د تماس ډلې تر عنوان لاندې د سولې لپاره کار کوي هم د سې شنبې په ورځ په یوه جلا غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې هرکلی کوي وايي، هر څومره ژر چې کېږي اوربند دې وشي او بین‌الافغاني خبرې دې پیل شي.

د ځوانانو د تماس ډلې غونډه

په دې اړه د دغو ځوانانو په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې طالبان باید د کرکې له ادبیاتو څخه ډډه وکړي.

د دې پرېکړه‌لیک یوه برخه د یاد ګروپ د دارالانشاء رئیس سنګر امیرزاده داسې ولوسته: "موږ په جدي ډول د طالبانو تحریک څخه غواړو، څو د کرکې ادبیات او ناغوښتل شوې جګړه پای ته ورسوي. هغه جګړه چې د افغانستان خلک په‌کې هر ورځ شهیدان او ټپیان ورکوي، هېڅ‌څوک فاتح نه‌دي، نو په دې اساس د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې جکړه نه‌بخښونکي جنایات دي."

دغه ځوانانو دغه‌شان د حکومت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د همکارۍ د نیت په هدف له هغه ادبیاتو ډډه وکړي چې د سولې خبرې زیانمنوي او د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې دې هم له لازم دقت څخه کار واخلي.