ویسا: طالبانو سره له هوکړې وروسته ظاهراً ستونزه د افغانانو ترمنځ پیدا شوې

ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک او د طالب بندیانو د خوشې کېدو په مسئلې لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې د طالب بندیانو په تړاو د افغان ولسمشر څرګندونو ته په اشارې لیکلي، "اشرف غني غواړي چې د طالبانو د ۵ زره بندیانو د ازادېدو په اړه د مخالفت له لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي."

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، دا کار ځکه نا ممکنه ښکاري چې ده تر دې مخکې هم د انس حقاني د ازادولو، اوربند او نورو مسایلو په اړه ورته دریځونه نیولي، خو وروسته‌یې سرو کرښو خپل رنګ بایللی دی.

دنیا ورځپاڼې لیکلي، ولسمشر غني وايي، امریکا د طالب بندیانو د ازادولو صلاحیت نه‌لري، خو پوښتنه دا ده که غني رښتیا هم د یو خپلواک هېواد په توګه د امریکا او طالبانو معاهده وننګوي او پر خپله خبره تر پایه ودرېږي دا به له امریکا سره په معاملاتو کې د افغان لوري موقف لوړ کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، داسې ښکاري چې "اشرف غني له دې کار سره د مخالفت له لارې د نورو اهدافو د ترلاسه کولو په لټه کې دی."

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم تر ډېره د سولې هوکړه‌لیک او طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو مطرح شویو خبرو ته سرمقاله ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، د ولسمشر غني پرونۍ خبرې څرګندوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته ظاهراً ستونزه د افغانانو ترمنځ پیدا شوې او په باور یې دا به د سولې پروسه له ماتې سره مخ کړي.

ویسا ورځپاڼې لیکلي، که ټول لوري په تېره بیا افغان لوري له هوښیارۍ کار وانه‌خلي د وضعیت له درک سره سم مسئولانه فکر ونه‌کړي او دغه ملي غمیزه درک نه‌کړي چې تر څلورو لسیزو واوښته، ښایي د سیمې او نړۍ دښمنو او په خپله افغاني مزدورو لورو ته دا فرصت په لاس ورشي چې جګړه دوام وکړي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، یو حقیقت دا دی چې د اشرف غني ډلګۍ سوله نه‌غواړي او دا به طالبانو ته په کاذب غرور کې پلمې په لاس ورکړي او د سیمې او نړۍ ځواکونه بیا له دې وضعیت څخه ډېره ښه ګټه اوچتولای شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، افغان حکومت له خپلو نړیوالو ملګرو سره یوځای د امریکا او طالبانو ترمنځ د دې هوکړې ژمنې څاري او تمه ده چې د روانې مارچ په ۱۰مه نېټه به له طالبانو سره بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، طالبان پر امریکا هېڅ فشار نه‌شي راوړلی چې ګنې د ژمنو له عملي کېدو مخ کې دې د هغوی پنځه زره بندیان خوشې کړي، افغان حکومت په دې اړه خپل اختیار چا ته نه‌ورکوي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، افغان حکومت غوره بولي چې طالبان خپله رامخکې شي، ژمنې عملي او له جګړې لاس واخلي او داسې ضمانت ورکړي چې دغه زرګونه بندیان به‌یې بیا هېڅکله جګړې ته مخه نه‌کوي.