د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

هېواد: افغانانو د نسبي اوربند پیل په خوښیو ولمانځه


د کابل ځینې ورځپاڼې
د کابل ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپانو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ تر ډيره د تاوتریخوالي د کموالي او د ولسمشریزو ټاکنو په نتایجو لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، ولس نړیوالو ته وښوده چې دغه جګړه د دوی نه ده او پر دوی تپل شوې ده او نور باید ودرول شي.

خو د سرمقالې لیکوال ټينګار کوي،که چېرې د دوو انتخاباتي ډلو ترمنځ اختلافات دوام وکړي د سولې په شمول به د ولس په ډېرو هيلو خاورې واوړي.

وړاندې راغلي، د ولسمشر په توګه د اشرف غني په اعلان کې هېڅ شک نشته چې امریکا او متحدین یې په جریان کې دي، خو سرمقاله لیکوونکي پوښتنه کړې چې بیا ولې یې د انتخاباتو د پایلو له اعلان سره سم غبرګون ونه ښود او ګټونکي لوري ته یې مبارکي ونه ویل؟

د سرمقاله لیکوونکي په باور، یوناما چې د ډاکټر عبدالله لخوا د والیانو ګومارل غیرقانوني بولي، په خپل لومړني غبرګون کې یې داسې پیغام نه و چې عبدالله او ډله یې د موازي حکومت د جوړولو جرئت ونه کړي.

د سرمقالې په وینا، د دې خبرو ځواب معلوم دی موخه دا وه چې افغانان باید نه مشروع حکومت ولري او نه د ولس اراده پکې رول ولري چې حساب پرې وکړې.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د نسبي اوربند تود هرکلی کړی.

وړاندې راغلي، افغانانو د نسبي اوربند پیل په خوښیو ولمانځه.

پر خواله رسنیو ټول ملت د دغه پیل هرکلی کړی او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خلک راووتل او د دغه اوو ورځو نسبي اوربند پیل یې پر اټڼونو ونمانځه او ملت په یوه غږ سره د تل پاتې اوربند غوښتنه وکړه.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، که چېرې له طالبانو سره د دوی دا هوکړه چې د تاوتریخوالي په بې ساري ډول کمول دي، په بریالیتوب عملي شي د فبرورۍ په ۲۹ نېټه به امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، اوس دا پر افغانانو پورې اړه لري، چې څنګه دا حالت مدیریت کړي او ملت ته لازمه ده چې د سمت، ژبې، قوم او ډلې یا تنظیم پر بنسټ اخلالوونکي رسوا کړي او دسیسې شنډې کړي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، یو شمېر مغرضې کړۍ هڅه کوي چې ملي یووالی وننګوي او د سولې لپاره دا فرصت له خاورو سره خاوري کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د ټاکنو په کړکېچ لیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، د سولې د هوکړه لیک لپاره د نسبي اوربند مسئله داسې مهال مطرح کېږي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ټاکنو بحران زیاتېږي.

ورځپاڼه کې په ټاکنو کمېسیون هم تندې نیوکې شوي، چې نه دی توانیدلی څو بې طرفه پرېکړه وکړي.

د سرمقالې لیکوال یوناما یا د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت هم تورن کړی چې د حکومت په پلوي اعلامیه ورکړې.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې سپارښتنه شوې چې د دغه بحران باید مخنیوی وشي کنه دا به د سولې لپاره هم یو لوی خنډ رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG