ارګ راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره مرکچي پلاوی اعلانوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بین الافغانی خبرو د پیل لپاره به راتلونکې اوونۍ مذاکراتي پلاوي اعلان کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته اوس وار د افغان حکومت دی چې طالبانو سره د خبرو مېز ته کېنې او سوله وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان مذاکراتي پلاوي به د یوې اوونۍ په ترڅ کې جوړ او خبرو ته چمتو شي.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په بین الافغانی خبرو کې به افغان مذاکراتي پلاوی د افغانستان د اسلامي جمهوري له ارزښتنو او اساسي قانون څخه استازيتوب کوي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوریت لخوا به پلاوی ټاکل کېږي، کوم پلاوی چې ځي د اسلامي جمهوري ارزښتونو او اساسي قانون څخه به استازیتوب کوي."

ښاغلی غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک د شنبې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې د لسګونو هېوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ د افغان سولې په اړه بین الافغاني خبرې باید د روانې میلادي میاشتې په لسمه نېټه پیل شي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا حکومت کولی شي چې په دومره لنډه موده کې چې ښاغلی غني یې په اړه وايي، یا هم کومه نېټه چې د دغو خبرو لپاره ټاکل شوې یوه سیاسي اجماع رامنځته کړي؟

د جمعیت اسلامي ګوند یو غړی نور الرحمان اخلاقي وايي، افغان حکومت به دومره کم وخت کې د سیاسي اجماع په رامنځته کولو بریالی نشي خو د نوموړي په خبره، که د سولې راوستو لپاره حکومت پر دوی غږ وکړي، همکارۍ ته چمتو دي.

د جمعت اسلامي ګونډ غړی نور الرحمان اخلاقي

هغه زیاته کړه: "ښاغلی غني او حکومت نشي کولی په یوازیتوب دا کار وکړي، سیاسي اجماع هم د ښاغلي غني د لاس لاندې نشي رامنځته کېدای، پخوا یې هم دا ثابته کړې ځکه چې مستبدانه فکر لري، خو د مذاکرتي خبرو لپاره د خبرو دروازه خلاصه ده، ځکه چې دا افغان ولس پورې اړوند ده، او دا چې د سولې خبرې له منځه لاړې نشې مونږ سره د خبرو لپاره لار هواره ده."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته چمتو دي.

مخکې تر دې هم یو ځل طالبانو سره د بین الافغاني خبرو د پیل خبره شوې وه چې د حکومت له لوري د خورا اوږد نوملړ د جوړولو له امله طالبانو دا خبرې ونه کړې.

د هغه مهال د پلاوي د غړو شمېر له ۲۰۰ کسانو زیات و خو اوس افغان حکومت وايي، چې اوږد نوملړ نه جوړوي.

راپور-ډیوه نادر