طالبان: د هوکړې تر لاسلیک، اورکم ته دوام ورکړئ

ارشیف، په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو د سولې خبرې

طالبانو خپلو جنګیالیو ته ویلي چې په دوحه کې د امریکا لوري سره د هوکړې تر لاسلیک پورې دې په افغانستان کې اورکم ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د یوې اوونۍ اورکم وخت تېره شپه پای ته رسېدلی او تمه کېده چې بریدونه به بیا پیل شي.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو ته امر شوی چې د خلکو د خوښۍ په خاطر دې له هر ډ‌ول بریدونو ډډه وکړي.

طالب ویاند که څه هم ویلي چې بهرنیو جنګي الوتکو د دوی په سیمو الوتنې پیل کړي چې یو څه پارونکي دي، خو هیله‌یې ښودلې چې امریکايي لوری به په خپلو ژمنو ودرېږي.

بل‌خوا د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن د افغانستان ملي ټلوېزون سره په یوې مرکه کې هیله وښوده چې طالبان به تاوتریخوالی بېرته پیل نه‌کړي، خو په وینا یې دا پرېکړه طالبانو پورې اړه لري.

د ښاغلي خالد په وینا دوی هم اورکم ته چمتو دي او هم که طالبان بریدونه پیل کړي د خپلو خلکو څخه دفاع ته چمتووالی لري.