ټرمپ 'کرونا سره د مبارزې لپاره' له کانګرس ۲،۵ میلیارده ډالر غواړي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

په داسې حال کې چې د کرونا وایروس خپرېدو د نړۍ پر مالي بازارونو اغېز کړی، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ به له کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره له کانګرسه د دونیم میلیارد ډالرو غوښتنه وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، دغه دونیم ملیارده ډالره چې ولسمشر ډونالد ټرمپ‌یې له کانګرس غوښتنه کړې یو میلیارد ډالر به‌یې د کرونا وایروس په وړاندې پر واکسین جوړولو او له دغه وایروس د خلکو د ساتنې پر چارو ولګېږي.

د سپینې ماڼۍ د بودجې د څانګې ویاندې راچل سیمیل وویل، پاتې یو نیم میلیارد ډالر به د دغه وایروس په وړاندې د تیاریو او نورو فعالیتونو او د وسایلو او تجهیزاتو پر رانیولو ولګېږي.

د کرونا وایروس په وړاندې د مبارزې لپاره له کانګرس څخه د دونیم میلیارد ډالرو غوښتنه داسې مهال کېږي چې په نړۍ کې د دغه وایروس خپرېدو د اسهامو په نړیوالو مارکېټونو ډېر اغېز کړی دی.

ارشیف

د والسټریټ بازار په ګډون د نړۍ د ډېرو بازارونو اسهام رالوېدلي او د تېلو بیې هم ډېرې راټیټې شوې دي.

په نړۍ کې پر کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۸۰ زرو اوښتی دی.

په چین کې چې د دغه وایروس اصلي سرچېنه ده پر کرونا د اخته شویو شمېر نږدې ۷۸ زره او د مړو شویو شمېر ۲۶۶۳ کسانو ته رسېدلی دی.

نن د چین د روغتیا ملي ادارې په دې هېواد کې پرون د نورو ۷۱ تنو د مړه کېدو او د دغه وایروس د ۵۰۸ نویو مثبتو پېښود ثبتېدو خبر ورکړ.

له چین وروسته جنوبي کوریا او ایټالیا د دغه وایروس له امله ډېر ځپل شوي.

په جنوبې کوریا کې پر کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر ۸۳۳ ته رسېدلی دی. ۷ تنه مړه شوي دي.

په ایټالیا کې پرون دوشنبه پر کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۲۰ او د مړو شویو شمېر هم ۷ تنو ته ورسېد.

په ایران کې په کرونا اخته کس چې قرنطین شوی دی.

افغانستان، عراق، بحرین، کوېټ او عمان کې هم د کرونا وایروس مثبتې پېښې ثبت شوي چې سرچینه‌یې ایران بلل شوی.

د افغانستان په هرات کې د کرونا یوه مثبته پېښه ثبت شوې چې سرچینه‌یې د ایران قم ښار بلل شوی دی.

له چین وروسته په ایران کې د کرونا وایروس له امله ډېر کسان مړه شوي دي.

ایراني چارواکو د ۱۲ کسانو مړینه تأیید کړې او ویلي یې دي چې ۶۱ تنه نور په دغه وایروس اخته شوي، خو ناتأیید شوې شمېرې له دې لوړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس دا چې د کرونا وایروس ته د نړیوالې اپیډیمي یا وبا نوم ورکړي، د نوم ورکولو په اړه له احتیاطه کارو اخیست او ویې‌ویل چې تر اوسه پورې وضعیت دې حد ته نه‌دی رسېدلی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

هغه په جنوا کې خبریالانو ته وویل په اوس وخت کې باید د کرونا وایروس د مخنيوي پر چارو تمرکز وکړو او په نړیواله کچه‌یې هم باید د احتمالي خپرېدو لپاره تیاری ولرو.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې کرونا وایروس چې په چین کې د جنوري له ۲۳مې د فبرورۍ تر دوهمې پورې اوج ته رسېدلی په وروستیو کې یې خپرېدل سست شوي دي.