یو شمېر هېوادونو له ایران سره خپلې پولې وتړلې

د افغانستان-ایران پر پوله یو شمېر ایراني ځواکونه .

له چین بهر د کرونا وایروس له امله د وژل شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر په ایران کې ثبت شوی.

اته ایرانیان د دې وایروس له لاسه مړه شوي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پرون د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې په کرونا وایروس باندې د اخته خلکو شمېر په ایران کې ۴۳ ته رسېدلی او په ۷۹۰ تنو نورو کسانو شک دی چې وایروس به نیولي وي.

ښاغلی جهانپور زیاتوي: "۴۳ کسان په هېواد کې په کرونا وایروس باندې اخته شوي دي. له دې ډلې اته کسان په دې وروستیو څو ورځو کې مړه شوي دي."

په ایران کې یو درملتون: "ماسک نه‌لرو."

جهانپور د هغو دوو کسانو په اړه چې یکشنبه مړه شوي و جزئیات ورنه‌کړل، خو ایراني رسنیو ویلي چې یو نامعلومه کس له تهرانه مازندران ته په لار د کرونا وایروس له امله ساه ورکړه.

په ایران کې د کرونا وایروس د پېښو په لیدل کېدو د دغه هېواد ځینو ګاونډیانو تګ راتګ ورسره بند کړی.

افغانستان یو له دې هېوادونو دی.​

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

د دغه هېواد د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د حکومت د پرېکړې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "فیصله وشوه چې له ایران څخه افغانستان ته د دې وایروس د راتګ د مخنیوي په خاطر باید د موقتې مودې لپاره له دغه هېواد سره تګ راتګ (ځمکنی او هوايي) بند شي. همداراز له افغانستان څخه نړۍ ته د ماسکونو د قاچاق مخه ونیول شي. په ایران کې زموږ قونسلي خدمات محدود شي."

دغه هېواد وروسته له هغې یاده پرېکړه وکړه چې ​په هرات ولايت کې په کرونا وايروس د ۳ کسانو د اخته کېدو مشکوکې پېښې تأیيد شوې دي.

د هرات د حوزوي روغتون د انتاني ناروغيو د څانګې مشر محمد ابراهيم بسيم د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۴» ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان په وروستيو کې له ايرانه راستانه شوي دي.

په دې اړه نور: چارواکي: هرات کې د کرونا ويروس ۳ مشکوکې پېښې تائيد شوې

ښاغلي بسيم زياته کړه، د دغو درې کسانو د وینې نمونې د تشخيص لپاره کابل ته لېږل شوي، خو د معاينې نتايج‌يې لا معلوم نه‌دي.

اخوا پاکستان او ارمنستان هم له ایران سره خپلې ځمکنۍ پولې موقتاً تړلې دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چې له ایران سره اوږده پوله لري بېړنی حالت اعلان شوی او په دې سیمه کې د ایران او پاکستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ بند شوی.

وزیر صحت ترکیه گفته است از تاریخ (۲۱ فبروری) به این‌طرف یعنی پس از آن‌که ترکیه دستور معاینات صحی در سرحد با ایران را داد، از ورود ۸ تن از ایران به ترکیه جلوگیری شده است.

د ترکیې او ایران ترمنځ پوله

د ترکیې د روغتیا وزارت هم ویلي چې له جمعې راهیسې یې له ایرانه د ورتلونکو مسافرو د معاینې امر ورکړی او اته کسان‌یې نه‌دي ورپرېښي.

اردن هم دغه هېواد ته له اردني اتباعو پرته له ایرانه د ورتلونکو مسافرو مخه نیولې.

د ایران تر ټولو لوی ګاونډ عراق ته هم د ایراني زیارت کوونکو سفر ځنډول شوی دی.

له ایران سره د سیمې اکثرو هېوادونو د خپلو الوتکو پروازونه هم بند کړي دي.

د راپورونو په اساس تر اوسه پورې لږ تر لږه کاناډا او لبنان ته د هغو مسافرو په ډله کې چې له ایرانه ورغلي و، د کرونا وایروس پېښې ثبت شوي.

ایران په کور دننه د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره په تګ راتګ محدودیت لګولی او په ځینو ښارونو کې یې ښوونځي، پوهنتونونه او سینماګانې تړلې دي.

په ایران کې د کرونا وایروس د لازیات خپرېدو د مخنیوي لپاره لومړني تدابیر.

د ایران چارواکو ویلي چې دغه هېواد ته کرونا وایروس ښايي د هغو چینايي کارګرانو له لارې انتقال شوی وي چې په قُم ښار کې د سولر انرژۍ له یوه شرکت سره کار کوي.

کرونا وایروس د ۲۰۱۹ کال له ډسمبره په چین کې کشف شوی.

دې وایروس تر اوسه پورې ۲۳۰۰ کسان وژلي او پرې د اخته خلکو شمېر ۷۹ زرو ته رسېدلی دی.

دا وایروس د نړۍ شااوخوا ۳۰ هېوادونو ته خپور شوی، خو چین وايي چې په کور دننه‌یې په ګڼو ولایتونو کې د وایروس د زیات خپرېدو مخه نیولې او اوس‌یې تر کنټرول لاندې نیولی.