لسګونه عالمانو د سولې په تړاو خپلې سپارښتنې ولسمشر غني سره شریکې کړې

ارګ کې ولسمشر غني دیني عالمانو ته د وینا پرمهال.

لسګونه دیني عالمانو د سولې په مسئله کې خپلې سلامشورې له ولسمشر اشرف غني سره شریکې کړې.

۱۳۶ تنه دیني عالمانو چې دېرش مېرمنې هم په کې وې، په خپلو کې له دوو ورځنیو سلامشورو وروسته پرون په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل او د سولې په برخه کې یې خپلې سپارښتنې ورسره شریکې کړې.

د عدلیې وزارت مرستیال او د هېواد د عالمانو د شورا غړي محمد قاسم حلیمي چې په دې غونډو کې حاضر و، تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر هغو سپارښتنو رڼا واچوله چې دې دیني عالمانو ولسمشر ته وړاندې کړې.

د حلیمي په وینا دیني عالمانو له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې داسې سوله دې نه مني چې په هېواد کې د یوې بلې جګړې پیلامه وي.

ښاغلي حلیمي د دیني عالمانو غوښتنې په لنډيز سره یادې کړې او وې ویل: "یوه مهمه سپارښتنه دا وه چې موږ هېڅکله داسې سولې ته نه شو ورتلای چې خدای مه کړه د بلې جګړې پیلامه وي، د مذاکراتي ټيم په اړه سپارښتنه دا وه چې باتجربې، موثر او صادق کسان دې غوره شي، دریمه غوښتنه دا وه چې په سوله کې باید ګذشت وي او په بین الافغاني مذاکراتو کې هڅه وکړئ چې یو بل ته زغم ولرئ او په حوصلې سره خبرې واورئ، څلورمه غوښتنه بیا هم د خویندو وه چې دوی ویل موږ اسلامي حقوق غواړو او هر هغه حق چې اسلام موږ ته راکړي، هیله ده چې ترې محروم نه شو."

د حلیمي په وینا ښځینه دیني عالمانو ولسمشر غني ته وویل چې د طالبانو له راتلو څخه وېره نه لري او حجاب هم د افغانستان له مشروع ملي ارښتونو څخه دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار په برخو کې محدودیتونه وضع کړي وو خو د دوی د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته افغانستان په تېرو اتلسو کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د ښاغلي حلیمي په وینا ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې وویل چې له طالبانو سره د خبرو پلاوی به مختصر وي خو د ښځینه او نارینه دیني عالمانو په ګډون ګڼ سلاکاران به ورسره وي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپی وايي، دیني عالمان چې د تېرو څو لسیزو په بدلونونو کې یې مهمه ونډه درلوده، د سولې په هڅو کې هم خورا مهم رول لوبولی شي.

پوهاند ساپي له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل چې خلک د دیني عالمانو خبرو ته غوږ نیسي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد

هغه زیاته کړه: "د مذهبي عالمانو رول په دریمه نړۍ کې او هغه هم په افغانستان کې چې دېرش- څلوېښت کلونه یې د کمونیزم پرضد جګړه کړې او جهاد یې کړی او کامیابۍ ته یې رسولی دی ډېر مهم دی او اوس دولت او ټولنه له هغه چا سره لاس ګرېوان دي چې هغه د دې عالمانو زده کونکي دي، چې د خپلو علماوو ونه مني نو دوی به هم ناکام وي او هدف ته نه شي رسېدلای."

ولسمشر اشرف غني په وروستیو څو ورځو کې د هېواد له ملکي او پوځي چارواکو سره د سولې په اړه د سلامشورو لړۍ پیل کړې.

ولسمشر غني

دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده په نن سبا کې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک مخکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ پیل شي او په دې پسې د افغانانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیلېږي.