ګوترش: د افغان سولې د ټینګښت هڅې له نږدې تعقیبوم

ارشیف، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش وایي هیله‌من دی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره خبرې رغنده پایلې ورکړي.

سرمنشي ګوترش وویل چې د افغان سولې د ټينګښت هڅې له نږدې تعقیبوي او د تاوتریخوالي کمښت د سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند لپاره حیاتي دی.

ښاغلی ګوترش چې د کډوالو په برخه کې یوه نړیوال کنفرانس لپاره پاکستان ته تللی پرون‌یې «۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۱۶» د افغانستان د سولې په مسئله هم خبرې وکړې او زیاته‌یې کړه: "زه دغه هېواد (افغانستان) ته د سولې د راتلو په هدف مهمې هڅې له نږدې تعقیبوم. کړکېچ ته د هر اړخیز حل ترلاسه کول د ژوند ژغورلو او دوامداره پرمختګ لپاره اړین دی. دا زما هیله ده چې د تاوتریخوالي د کمښت پر سر بحثونه رغنده پایلې ولري په تېره بیا هغه تاوتریخوالی چې په‌کې د ملکیانو ژوند ته خطر پېښېږي. د تاوتریخوالي کمښت د سولې د داسې یوې پروسې د باور جوړونې او د ملاتړ لپاره حیاتي دی چې په مټ به‌یې سیاسي جوړجاړی او دایمي اوربند رامنځته کېږي."

د کډوالو په چارو کې د پاکستان په کوربه‌توب د نړیوال کنفرانس له پیل یوه ورځ مخکې یکشنبه انتونیو ګوترش په اسلام‌اباد کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته ډاډ څرګند کړ چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې کلک ملاتړ کوي.

امریکا او طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت تړون نهايي کړی او تمه کېږي چې ژر د تاوتریخوالي د کمښت پروسه هم پيل شي.

امریکا وايي تمه لري چې د همدې فبرورۍ تر پایه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو د یوې اووه ورځنۍ پروسې شاهده وي چې په دوام به‌یې له طالبانو سره تړون لاسلیکوي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د مونیخ غونډه کې.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک اسپر شنبه د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل چې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د یوې اوونۍ په مخه د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یوه معامله "خورا هیله بخښونکې ښکاري"، خو له خطر خالي نه‌ده.

امریکا: له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمښت هوکړه هیله بخښونکې خو خطرناکه ده

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي هم د موضوع د حساسیت په خاطر د نوم نه‌اعلانېدو په شرط د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې رسنیو ته ویلي چې امریکا او طالبان یوې معاملې ته رسېدلي او د تاوتریخوالي د کمښت پروسه به په ټول هېواد کې چې افغان پوځیان هم تر پوښښ لاندې نیسي ژر پيل شي.

دغه چارواکي ویلي طالبانو ژمنه کړې چې په دې موده کې به د سړک غاړې د ماین چاودنې، انتحاري بریدونه او راکټي حملې بندې کړي او امریکا به په دې څارنه کوي چې طالبان خو به له خپلو ژمنو نه‌اوړي.

ځینو لوېدیځو رسنیو ویلي و چې له دوشنبې به د تاوتریخوالي د کمښت پروسه پیلېږي، خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بېګا یکشنبه ازادي راډیو ته لیکلي چې د تاوتریخوالي کموالی له دوشنبې نه‌پيلېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.

شاهین بیا دا زیاته کړې چې د طالبانو او امریکا موافقه نهايي شوې او د لاسلیک لپاره به‌یې یوه خوندي فضا رامنځته کېږي چې د ده په خبره دواړه لوري به په دې هکله جلا اعلامیې خپرې او په‌کې به د تړون د لاسلیک نېټه هم واضح شي.

افغان ولسمشر اشرف غني چې څو ورځې مخکې له پومپيو سره تر ټيلیفوني خبرو وروسته د تاوتریخوالي د کمښت په اړه خوشبیني ښودلې وه د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د سولې په تړاو د طالبانو په نیت شک ښکاره کړ.

په دې اړه نور: پومپيو: طالبانو د تاوتریخوالي د زیات او مداومه کمښت وړاندیز کړی

طالبان له افغان حکومت سره تر دې دمه د مخامخ خبرو وړاندیزونه رد کړي او دریځ‌یې دا دی چې لومړی له امریکا سره تړون کوي او بیا به له افغانانو سره خبرو ته کېني.

ولسمشر غني د سولې په تړاو د طالبانو په نیت شک وښود